شمالي قطب کې د ځنګلي اور لامل څه دی؟

اور د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سیابریا شمالي ځنګلونو کې اور ژبغړاند دی.

د ځنګلي اور لمبو شمالي قطب او د شمالي سایبېریا، شمالي سکانډينیویا او ګرينلنډ په ګډون سیمې پر سر اخیستې دي.

وخت ناوخت تندراو برېښنا په دې سیمه کې د اور لګېدو لامل کېږي، خو سږ کال د اقليمي بدلون له امله د هوا د تودوخې له ډېرېدو سره حالت نور هم خراب شوی.

* ځنګلونه څه ډول اور اخلي؟

* د نړۍ یوه کونج کې سوځنده ګرمي او بل کې وژونکې یخني

په دې سیمه کې له پاسه د اور تور او پراخ دودونه ليدل کېږي.

د کوپرنيک اتوموسفېر د څار خدماتونو مرکز د ځنګلي اور متخصص مارک پرېنګټن دا اور "کم‌ساری" بولي.

د سختوالي اندازه يې

د ختیځې روسیې، شمالي سکانډينیويا، ګرينلنډ او الاسکا په سلګونه شاړو(هغو سیمو کې چې څوک پرې مېشت نه دي) ځایونو اورلګېدلی دی.

خو دود يې ورڅېرمه پراخې سیمې اغېزمنوي او ځینې ځایونه خو په بشپړ ډول پوښي.

د روسیې په ختیځ کې په یو شمېر ښارونو کې هوا د دغه اور له پیل راهیسې پام وړ خرابه شوې.

د راپورونو له مخې دود د سایبېریا په لویدیځ کې تیومېن سیمې ته رسېدلی، چې دا ځای د ختیځو څنډو له اورونو د شپږو مهالیزو سیمو په اندازه واټن لري.

په جون کې دغه اور د اټکل له مخې ۵۰ مېګاټنه کاربون دای اکساید تولید کړی چې دا د کامز په وینا په سوېډن کې په ټول کال کې د تولیدېدونکي کاربون دای اکساید برابره اندازه ده.

بې ساری

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځايي چارواکو ته اور کنټرولول سخت شوي دي.

د مۍ او اکتوبر میاشتو تر منځ په شمالي قطب کې اور او او دغه راز ځنګلي اورلګېدنې د اېکو سیستم (یا د ژوند د څرخې) معمولي چاره ده، چې د الاسکا مرکز د وېبپاڼې له مخې چاپېریال ته ګټې هم رسوي.

خو د دغه اور د سختۍ اندازه او د هغې پراخې سیمې اندازه چې دا اوس يې لمبې ور رسېدلې دا اور بې ساری کوي.

ښاغلی پرېنګټن وايي " د اور دا اندازه او په جون کې د دومره اوږدې مودې لپاره یې دوام غیرمعمولي چاره ده".

هغه زیاتوي: "په شمالي قطب کې د تودوخې کچه تر نړیوالې تودوخې ډېره چټکه لوړېږي او ګرمه هوا د دغه اور له لا پراخېدو او غځېدو سره مرسته کوي."

ډېره وچه سطحه او له متوسطې اندازې ډېره ګرمه هوا چې تندر، برېښنا او سخت باد هم ورسره ملګری شوی په چټکۍ د اور د پراخېدو لامل کېږي.

ګواښونه ېې

نړیوالې سپوږمکۍ دا اوس د شمالي قطب شاوخوا سیمه کې د روان او نوي اورو جریان څاري.

دا جون د وسایلو په اوسني پېر کې د ځمکې کورې لپاره تر ټولو توده مياشت وه.

دغه اور د کاربون دای اوکساید او مېتان د ډېرې لوړې کچې د اندازې د خوشي کېدو لامل کېږي چې په ځینو مواردو کې دا زېرمې د زرګونو کلونو لپاره له ځمکې لاندې ښخې وې.

څېړونکي وايي دا هغه څه دي چې موږ يې باید له یوې تودې نړۍ څخه د ليدلو تمه ولرو. په داسې یوه نړۍ کې چې ګلتوني ګازونه لا پېړ کېږي او تودوخه نوره هم ډېروي او هوا ته د لا ډېر کاربون د خوشي کېدو لامل کېږي.

د کنټرول لپاره يې څه کېږي؟

د انځور حقوق AFP

روسي چارواکي وايي ځکه د دغه اور د ډېرې برخې د مخنيوي لپاره ګام نه اخلي چې لګښت به يې تر هغه زیان ډېر وي چې دا اور يې اړوي.

د کراسنویارسک سیمې د ځنګلونو وزارت د مطبوعاتو برخې یوې سایبېریايي خبري پاڼې ته ويلي: "دا [اور] استوګنې ‌سیمې او اقتصاد نه ګواښي."

پر ټولنیزو شبکو هم د روسیې له حکومت ګیلې مانې کېږي چې ګواکې د دغه ناورین د کنټرول لپاره هېڅ نه کوي.