امريکايي ځلموټي د فارټنایټ لوبې د اتل په توګه ۳ مېلیون ډالر وګټل

د انځور حقوق EPIC GAMES

په امریکا کې یوه ځلموټي(تنکي ځوان) د فارټنایټ کمپیوټري لوبې د نړیوالې اتلولۍ په ګټلو سره ریکارډ ماتوونکې ۳ مېلیون ډالري جایزه وګټله.

دا د برېښنايي ورزش په برخه کې د تاریخ تر ټولو ستره جایزه ده چې ۳۰ مېلیونه ډالره د ګټونکو تر منځ شریکوي.

شپاړس کلن کایل ګيرسډارف د نیویارک په ارتر اېش سټېډیم کې- چې د امریکا د ټېنېس د پرانيستو لوبو کوربه توب کوي- د یوازې ځان دا سيالي وګټله.

برتانوي تنکي ځوان جېډن اشمن هم په دغو سياليو کې د دویم مقام په ګټلو سره یو مېلیون پونده وګټل.

ښاغلی ګيرسډراف چې پر لیکه په بوغا مشهور دی هغه مهال چې نوم يې د ګټونکي په توګه اعلان شو ورټولو شوو خلکو ته خندان راڅرګند شو.

د انځور حقوق Getty Images

هغه بي بي سي ته ویلي غواړي د دې جایزې ډېره برخه وساتي. هغه وویل " هغه څه چې زما په کار دي یوازې یو مېز دی، ښايي د جام په خاطر یو مېز".

وروستۍ لوبه مبصرینو ډېره خندوونکې بریا بللې وه، ځکه چې ګټونکي په داسې حال کې خپل سیالان ماتول چې په مخ يې موسکا خپره وه.

دا پېښه په برېښنايي سپورت کې مهمه شېبه ګڼل کېږي، ځکه دا صنعت په ۲۰۱۹ کال کې یو مېلیارد ډالري صنعت بلل کېږي.

د فارنایټ په پایلوبو کې ۱۰۰ لوبغاړو په سترو کمپیوټري صفحو سيالي وکړه.

د انځور حقوق Getty Images

د دغې پرلیکه سيالۍ لپاره په لسو اونیو کې څلوېښت مېلیونو لوبغاړو د لار موندلو هڅه وکړه.

په دغو سیالیو کې له ۳۰ د ډېرو ملتونو لوبغاړي وو چې ۷۰ يې د امریکا، ۱۴ يې د فرانسې او ۱۱ د برېتانیا وو.

په دې لوبه کې له ټولې نړۍ ۲۰۰ لوبغاړي ثبت دي. لوبه وړیا ښکته(ډاونلوډ) کېږي خو لوبغاړي وروسته پکې یو شمېر برخې په پیسو اخیستلی هم شي.

لوبغاړي په یوازې ځان هم لوبه کولی شي، د څلورو لوبغاړو په ګډون لوبډله کې هم لوبه کولی شي او د شل کسانو په لوبډله کې هم لوبېدلی شي.

دا لوبغاړي ملګري هم غوره کولی شي او له ناپېژاندو کسانو سره هم لوبه کولی شي.

د انځور حقوق Getty Images

تېره میاشت يې له جوړوونکو څخه د پارلمان غړو پوښتنې کولې چې ایا دوی د لوبغاړو د عمر معلومولو او د لوبې په جریان کې د دمې اخیستو ته کافي اندازه ترتیبات نیولي کنه.

په اپرېل میاشت کې د برېتانیا شهزاده پر فارټنایټ د بندیز لګولو غوښتنه کړې وه. هغه ویلي وو چې دا لوبه داسې جوړه شوې چې لوبوونکي پرې روږدي کېږي.