ستاسو جیب کې جاسوس شته؟

  • 30 جولای 2019 - 08 زمری 1398
چه کسی مسئول سواستفاده هاست؟ سازندگان نرم‎افزارهای جاسوسی باید به خریداران خدمات پس از فروش ارائه دهند د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ناوړه کارولو مسوول څوک دی؟

ځېرک ټلېفونونو ډېرو کسانو ته د نړۍ لپاره یوه کړکۍ پرانېستې. خو ستاسو په اند څه به وشي چې ستاسو شخصي ژوند ته هم دغه کړکۍ در پرانیستې وي.

تر اوسه مو په دې اړه فکر کړې چې کېدای شي یو جاسوس ستاسو په خپل جېب کې هم وي.؟

و انګېرئ چې یوه ورځ داسې هم وشي چې هېکران ستاسو په ټلېفون کې د جاسوسۍ لپاره د یوه ویروس نصبولو سره ستاسو ټول اطلاعاتو او کوډ شویو پیغامونو ته لاس ورسوي او انستاسو د ټلېفون مایکرفون او کېمره هم په خپل واک کې واخلي.

* څارګرۍ کې حیوانات څرنګه کارول شوي؟

* ختیځ‌ جرمني کې د پوتین د جاسوسۍ د کارت موندل

څومره چې تاسو فکر کوئ هغومره دا ډول ورځې لرې هم نه دي.

قانع کوونکي شواهد ښیي چې ټوله نړۍ کې د خبریالانو، نیوکګرو یا منتقدانو او وکېلانو د کار څارلو لپاره یو ډول اپلکیشن کارېږي.

خو پوښتنه دا ده چې څوک او ولې دا کار کوي؟ او د جاسوسۍ له هغه ویروس سره باید څه ورسره وکړو، چې زموږ او ستاسو د ټولو په جېب کې به وي.

داسې ځواکمن سافټویر چې وسله بلل کېږي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ملفون کمره د سترګې په څېر ده چې مخ ته هرڅه ویني.

مایک ماري د "لوک اوټ((Lookout په نوم د امنېتي سایبري شرکت سره کارپوه دی، چې د ملفون یا موبایلا ټلېفون د امنیت په برخه کې فعال دی.

هغه د تر ټولو پېچلې پوستکالي یا سافټیور د کار په اړه مالومت ور کوي، داسې یو پوسټکالی چې د وسلې په ډول یادېږي او د پلور او ثبت لپاره یې سخت قانون شته ".

هغه وایې" د دغه سافټویر اپورېټر د جي پي اېس له لارې تاسو څارلی شي او هر کله چې یې خوښه وي ستاسو د ټلېفون مایکروفون او کمره روښانولی او هغه څه چې ستاسو په شاوخوا کې تر سره کېږي په اسانۍ یې ثبتولی شي او همدا راز ستاسو ټولو ټولنیزو شبکو ته لار موندلی، انځورونو، اړیکو، د وخت د جدولونو، ایملونو او نورو اړینو او د کار څېز شیان مو په اسانه غلا کولی شي. دغه سافټویر ستاسو ټلېفون په یوه اورېدونکې وسیله بدلوي او په مټ یې تاسو څارلی شي او هم ستاسو ټول مالومات ه څېرک ټلېفون پټولی شي.

د دا ډول سافټویر یا پوسټکالي له پېدا کېدو کلونه تېرېږي، خو دغه پوسټکالې تازه موږ له نړۍ سره اشنا کوي.

دا پوستکالی لېږدېدونکې ډېټا یا مالومات چې تر ډېره کوډ شوي وی، هک کوی ڼه، بلکې د تلېفون د سیستم په کنټرولولو سره هغوی ته لاسرسی موموي. د دې پوستکالي ټیکنالوجي دومره پیاوړې چې ان پېژندلی کېدی هم نه شي.

د مکسیکو د نشه یې توکو د پاچا نیول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کوډ کولو له امله د مکسیکو د نشه يي توکو د امپراتورۍ پاچا نه نیول کېده.

د مکسیکو د نشه يي توکو پاچا ال چاپو د څو میلیارډ ډالرو امپراتوري جوړه کړې وه.

ال چاپو چې له زندان نه وتښتېده څو میاشتې پټ و او په دې موده کې د هغه لویې بې قانونه ډلې د هغه پراخ ملاتړ کاوه. هغه په دغه مهال د اړېکو لپاره کوډ لرونکي ټلېفونونه کارول.

خو ویل کېږي د مکسيکو چارواکو د نوې پرمختللي جاسوسي پوسټکالي یا سافټویر پر مټ د چاپو د نږدې ملګرو د ټلېفون په هک کولو سره د هغه ځای پيدا کړ.

* له القاعدې څخه راغلی ''جاسوس''

* سعودي د اسرايلو((جاسوس باز )) ونيو

د ال چاپو له نېول کېدو دا چوتېږي چې دا ډول پوستکالي له ترهګرۍ او وسلوالو پلاني سرغړونو سره مبارزه کې ګټور تمامېږي. په واقعیت کې امنیتي شرکتونو د تلیفونونو اطلاعاتو او کوډ شویو اپلیکیشنونو ته په لاسرسي ډېر کله د خلکو ژوند هم ژوغولی او د توندلارو نقشې یې ګډوډې کړې دي.

خو باید څه وشي چې هر څوک دا پوسټکالي وانه خیستلی شي؟ بل هر هغه کس د هک خطر سره مخ نه شي چې له امله یې چارواکي خوابدي کېږي؟

هغه انګلسې ویبلاګر چې د جاسوسي پوسټکالي د برېد ښکار شو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څه فکر کوئ چې برېښلیک چا درته استولی دی؟

انګرېز ویبلاګر (ویبلاګ لیکوال) روري دوناګي، د منځني ختیځ د کمپاین ډله او وېبپاڼه رامنځ ته کړه.

هغه په متحده عربي اماراتو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یې- له کډوالو سره له ناوړه چلند نیولې تر هغو سیلانیانو پورې چې قانون ماتوي- راپور ورکاوه.

د روري وبلاګ یوازې څو سوه لوستونکي لرل او خبرونه یې د نورو اخبارونو په څېر چې هره ورځ خپرېدل تحریکوونکي نه و، خو کله چې یې د "مېډل ایسټ ای" (Middle East Eye) په نوم یوه خبرې ویبپاڼه کې کار پیل کړ، نا ببره کار پرې وشو: هغه ته عجیب او غریب ایملونه لېږل کېدل چې څو لینکونه به یې لرل.

روري د دغو ایملونو له ډلې یو مشکوک ایمل د ټورنټو پوهنتون د "سیټزن لب" مرکز ته ولېږه. دغه ډله د خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو پر وړاندې د جاسوسانو د ناوړه ګټې اخېستنې په برخه کې څېړنه کوي.

هغوی تایید کړه چې روري ته لېږل شوو لېنکونو باندې په کلیک کولو سره د هغه په اله ویروس نصب شي. جاسوسان له دې لارې د روري په کمپیوټر کې له انسټال شوي انټي ویروس هم خبرېدل او داسې کار یې کولی شو چې د دوی لخوا لګول شوی سافټویر ونه پېژندل شي.

ورسته مالومه شوه چې دغه ایمیلونه ورته د ابوظبي نه د سایبري جاسوسي شرکت لېږلي چې د اماراتو د دولت لپاره کار کوي او دوی هغه کسان څاری چې په باور یط توندلاري دي یا ملي امنیت ته ګواښ بلل کېږي.

دوی په دغه ویبلاګر "جیرو" نوم اېښی و او د لیکوال کورنۍ او د هغه کوچنی حرکت یې هم څاره.

د اماراتو د مدني حقونو د فعال نیول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دې ته پام کوئ چې د ملفون کومه برخه کلېکوئ.

د احمد منصور په نوم د مدني حقونو پیژندل شوی فعال له کلونو راهیسې د عربي اماراتو د دولت لخوا څارل کېده.

په ۲۰۱۶ کال کې هغه یو مشکوک لیکلی پیغام تر لاسه کړ او هغه یې سټیزن لب مرکز ته ولېږه.

څېړنډلې په یوه خالي ټلېفون کې پر هغه لېنک کلیک کړ او هغه څه یې چې ولېدل حیران شول: ځیرک ټلېفون له لرې په ویروس ککړ او ټول مالومات یې غلا شوي وو.

ایفون ښايي په ټلېفونونو کې د امنیت له پلوه په بازار کې یو له ښه امنیت لرونکو څخه وي خو دغه جاسوسي لرونکی پوسټکالی په داسې ډول جوړ شوی و، چې وه یې کولې شول په ایفون کې نفوذ وکړي نو له دې وروسته اپل کمپنۍ خپلو ټولو ټلېفونو ته د دې ستونزې د هوارۍ لپاره یوه وصیله خپره کړه.

خو مالومه نه شوه چې د منصور له ټلېفون به کوم مالومات تر لاسه شوي وي خو لږ وروسته هغه ونېول او په لس کاله بند محکوم شو. احمد منصور اوس په انفرادي زندان کې شپې ورځې سبا کوي.

په لندن کې د متحده عربي اماراتو سفارت بي بي سي ته وویل، د دې هېواد امنیتي موسسات په ټولیز ډول نړیوال سټنډرډ او کورنیو قوانینو ته ژمن دي خو هغوی هم د هر بل هېواد په څېر د خپلو اطلاعاتي مسلو په اړه خبرې نه کوي.

هغه خبریال چې ووژل شو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption که نامالوم کس مو خبرې واوري څه به پېښېږي؟

د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر میاشت کې د سعودي عربستان خبریال جمال خاشقچي کله چې په استانبول کې د دې هېواد سفارت ته ننوت لا درکه شو. هغه د سعودي عربستان د حکومتي مامورینو له خوا ووژل شو.

د خاشقچي د دوستانو له ډلې د عمر عبدالعزیز دې ته پام شو چې د هغه ټلېفون هک شوی و. هغه وايي دا د سعودي عربستان د دولت کار و.

عمر په دې باور دی چې د جمال خاشقچي د ټلېفون هک کولو د هغه په وژلو کې رول لاره. عمر او خاشقچي تل د سیاست او د ګډو پروژو په اړه له یو بل سره خبرې کولې.

د سعودي عربستان دولت له ډېره وخته د دې دواړو کسانو خبرو، اسنادو او هغو فایلونو ته چې یو بل ته یې لېږل لاسرسی لاره.

د سعودي عربستان دولت د دې تورونو په اړه ویلي تر هغه چې دغه پوسټکالی ځیرک ټلېفونونو باندې برید کوی او ورته لاسرسی وي، هېڅ شواهد به پیدا نه شی چې وښيي سعودي د پېښې تر شا دی.

په کور کې هکران

د انځور حقوق Getty Images
Image caption زیرو کلېک ټیکنالوجي ښایي ستاسو تلېفون ته د ننوتلو تر ټولو اسانه لار وي.

د ۲۰۱۹ کال مۍ میاشت کې د وټس اپ د پیغام رسونې امنیتي برخه کې ستونزې د خلکو غږونه راپورته کړل.

په ورځني ډول هره ورځ زیات خلک د دې پوسټکالي پر مټ له خپلو کورنیو او دوستانو سره اړیکي نیسي.

که فکر کوئ چې هکران یوازې ټلېفوني اړیکې د پیغام رسونکو وسیلو له لارې اوري، ښه به وي چې بیا هم فکر پر وکړئ.

دا ایپلیکېشن په واقعیت کې د ملفون پوستکالي ته د دوی د تلو لار وه. بس و چې لار یې پرانیستل شي او دوی ستاسو ټلېفون کې د جاسوسۍ ډول ډول پوسټکالي ولګوي.

ستاسو پر ملفون د دې پوستکالي د نصبولو لپاره پکار نه و چې پر یوه لینک کلېک وشي او یوازې یوه تماس نیولو او بیا بندلو هغه کار بشپړاوه. دې ټیکنالوجۍ ته" زیرو کلیک (کلیک صفر) وایي.

له دې پېښې وروسته وټس اپ خپلو یو نیم میلیارډ کارنو ته ژر اپډیټ اپلکیشن ولېږه، خو هېڅوک نه پوهېږي چې د دې پیښې تر شا د چا لاس و، دا ځل پر وټسپ برید وشو خو معلومه نه ده چې بیا به کوم اپلکیشن او څوک د ورته برېدونو ښکار شي.؟

مبارزه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ستاسو اطلاعاتو ته د چا لاس رسېدلی.

د جاسوسي پوستکالي جوړونکي ځانکړو صادراتي اجازه لیکونو ته اړتیا لري، ان لکه دفاعی تړون چې کېږي.

دغه ډول پوسټکالي یوازې د خطرناکو جنایتکارانو د مخنیوۍ لپاره پلورل کېږي.

د سیټیزن لب مرکز یوه دوسیه برابره کړې او په هغه کې د ځینو برخو یادونه شوې چې په اند یې له دې پوستکالي د دولتونو ګټه اخېستل ناوړه کار دی.

خو ایا د دې پوسټکالو جوړونکي هم باید د دې ناوړه کارونې مسول و بلل شي؟

د توپک په ګډون د نورو ډول ډول وسلو پر خلاف د دې جاسوسي وسایلو جوړونکي باید له پلور وروسته هم اخیستونکو ته خدمتونه وړاندې کړي، نو ځ:ه که له دغو پوسټکالو ناوړه ګټه واخیستل شي دوی هم پړه دي؟

د اطلاعاتو د څار قانوني بازار کې یو اصلي لوبغاړی د " اېن اېس او" په نوم یو اسراییلي شرکت په دی. کاري موده یې نږدې یوه لسیزه کېږي او کلنی عاید یې سلګونه میلیونه ډالره دی.

د عمر عبدالعزیز وکیل هڅه کوي دغه شرکت د جمال خاشقچي د ټلېفون په هک کولو تورن کړي او تر محکمې یې ورسوي.

اېن اېس او د مرکې لپاره غوښتنه رد کړی خو په یوه وینا کې یې وویل، دا شرکت داسې وسایل تولیدوي چې جواز لرونکي دولتي سازمانونه د خطرناکو جنایتونو د مخنیوی او څیړنو په برخه کې ترې کار اخلي. دوی ویلي دې ټکنالوجۍ د ډېرو ژوند ژوغورلی دی.

په ورستیو کې د عبدالعزیز له وکیل سره د واټس اپ له لارې نا معلومې اړېکې هم ښايي بې څه نه وي.

داسې ورځ به راشي چې جاسوس پوسټکالي هېڅ د پيژندلو نه وي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption که مو له نامالومې وسیلې پیغام ترلاسه کړ، هر کار وکړئ، خو پر لېنک کلېک ونه کړئ.

د اطلاعاتو قانوني څارلو صعنت اصلي موخه د داسې جاسوسي پوستکالو جوړول دي چې هیڅ ونه پېژندل شي.

که دوی خپلې موخې ته ورسېږي، نو د ناوړه کارولو رپوټ به یې نه وی، ځکه هیڅوک به پر پوهېږي نه. موږ ټول به د دې پوستکالي د تولیدوونکو په لاس کې یو، که قانوني او یا بې قانونه عمل هم کوي.

دا یوه جدي ستونزه ده او باید موږ ټول په راتکونکي کې دې مسلې ته پام وکړو.