ناسا فضا کې د "لومړي جرم" څېړنه کوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption مکلېن منلې ده چې له نړیوالې فضايي اډې د خپلې ملګرې الکترونیکي بانکي حساب ته ننوتلې ده، خو دا نه مني چې ګنې په دې کار سره یې جرم کړی

رپوټونه وايي، د امریکا د فضايي څېړنو مرکز 'ناسا' د هغو شکایتونو په اړه څېړنه کوي چې ګنې یوې ستورمزلې له نړیوالې فضايي اډې نه د خپلې پخوانۍ ملګرې بانکي حساب مات کړی دی.

ویل کېږي د دغې ستورمزلې دا پخوانۍ ملګرې په نړیواله فضايي اډه کې پخوا ترې جلا شوې وه.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي، آن مکلېن منلې ده چې له نړیوالې فضايي اډې د خپلې ملګرې الکترونیکي بانکي حساب ته ننوتلې ده، خو دا نه مني چې ګنې په دې کار سره یې جرم کړی دی.

رپوټونه وايي، له دغې ستورمزلې جلا شوې ملګرې یې سمر وورډن د فدرالي سوداګرۍ جرګه ‌ګۍ ته شکایت کړی دی.

مکلېن بیا وروسته ځمکې ته راستنه شوې ده.

دغې ستورمزلې د خپل وکیل له لارې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، دې غوښتل ډاډمنه شي چې ایا د کورنۍ مالي وضعیت یې په دې حالت کې دی چې د اغلې ورډن د زوی بېلونو او د پالنې لپاره پیسې ورکړي.

دا ماشوم د دغو دواړو پخوانیو ملګرو له خوا روزل کېده.

د هغې وکیل روسټي هارډین ویلي:

"مکلېن په ټینګه ردوي چې ګنې کوم ناسم کار یې کړی او ټینګار یې دا دی چې ګنې هغه پوره مرستندویه وه".

ورځپاڼه وايي، مکلېن او ملګرې یې چې د امریکا هوايي ځواکونو کې استخباراتي افسره ده، په ۲۰۱۴ میلادي کال واده کړی چې ملګرې یې په ۲۰۱۸ میلادي کال د طلاق غوښتنه وکړه.

په ناسا کې د عمومي څارن دفتر څېړونکو له دواړو ښځو سره د بانکي حساب ماتولو په تړاو د رامخې شویو ادعاوو په باب اړیکې نیولې.

مکلېن له وېسټ پوائنټ پوځي اکاډيمۍ فارغه شوې او د پیلوټې په توګه یې د عراق پر اسمان ۸۰۰ ساعته جنګي الوتنې کړې دي.

وروسته په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ناسا د کار کولو جوګه شوه.

مکلېن په نړیواله فضايي اډه کې شپږ میاشتې تېرې کړې او په پام کې وه چې یوه بل فضايي سفر کې واستوله شي، خو په وروستۍ شېبه کې یې تلل لغوه شول.

ورته مطالب