د ټوېټر د مشر اکونټ هک شوی

دورسی د انځور حقوق Getty Images
Image caption تر اوسه روښانه نه ده چې هکرانو څه ډول د ښاغلي ډورسي ټوېټر اکونټ ته لاره موندلې ده.‌

د خندانې ډلې یا Chuckling squad په نامه ډلې ویلي، د ټوېټر د یوه بنسټګر او اجراییوي مشر جک ډورسي اکونټ یې هک کړی دی.

د ټوېټر ویاند بي بي سي ته ویلي دغه شرکت ددې‌ پېښې د لاملونو په اړه په څېړنه بوخت دی.‌

د ښاغلي ډورسي ټوېټر اکونټ تر ۴ میلیون ډېر فالوورز لري چې هکرانو یې په کنټرولولو سره ۱۵ دقیقې سپکوونکي او توکمپال پیغامونه خپاره کړي دي.

ځینو دا پیغامونه نېغ په نېغه د ډورسي له اکونټه بیا ټوېټ کړي دي.

د ټوېټر مشر ته د ايران د ولسمشر پېغام

د ټوېټر د بنسټګر عجیب او غریب ژوند

له دغه اکونټه ځینې خپاره شوي پیغامونه دا هم دي چې ګني د ټوېټ له ځایه بم موندل شوی.

د هکرانو دې ډلې وړاندې هم پر ټوېټر د ځینو مشهورو کسانو پر اګونټونو د برید مسؤولیت منلی و.‌

تر اوسه روښانه نه ده چې هکرانو څه ډول د ښاغلي ډورسي ټوېټر اکونټ ته لاره موندلې ده.‌

خو ښکاري چې ښايي دورسي داسې کوم یو اپلیکېشن کارولی وي چې امنیتي تدابیر پکې کم وي.

ښاغلی ډورسي د ټوېټر د دوه اعشاریه درې سلنه برخې څېښتن دی.

ورته مطالب