د میاشتني عادت د پېغور له امله ۱۴ کلنې نجلۍ ځانوژنه کړې

A poster used to educate girls about menstruation and female reproductive system on February 21, 2015 at the Madibane High School in Soweto, Johannesburg. د انځور حقوق Getty Images

د افریقا په کینیا کې یوې زدکوونکې له هغه وروسته ځان وژلی چې ویل کېږي د میاشتني عادت له امله ښوونځي کې په دې وشرمول شوه چې وینه یې جامې ککړې دي.

د ځايي رسنیو رپوټ وايي، د دې څوارلس کلنې نجلۍ مور تور لګوي چې د ښوونکي له پېغور وروسته یې لور غاړه کې پړی اچولی او ځان یې زېندۍ کړی دی.

له پېښې وروسته د ښوونځي مخ ته د زدکوونکو تر دوو سوو والدینو احتجاج کړی او د دوی د تیت پرکولو لپاره پولیسو اوښلن ګاز کارولی دی.

* هندي معبد ته ښځې نه ورپرېښودل کېږي

* د ښځو میاشتنی عادت؛ که عربو ښځو ته د 'شرم' نښه

پر ۲۰۱۷ کال د کینیا ښوونځیو کې زدکوونکو ته وچوونکو ټوټو د وړیا وېشلو قانون پاس شو.

خو یوه پارلماني کمېټه اوس دا پلټي، چې ولې لا هم ټول هېواد کې د نجونو ښوونځیو کې دا اسانتیا برابره شوې نه ده.

د وژل شوې نجلۍ مور وايي، د لور یې د حیض ورځې وې، پر جامو ټاپې لیدل شوې او یوه ښوونکي ورته ګنده ویلي او له ټولګي یې اېستلې ده.

دا پېښه تېره جمعه د کینیا پلازمېنې نایروبي لوېدیځ ته په کابینګک سیمه کې شوې ده.

ځايي رسنۍ د دې مور له خولې وايي: له هغې سره داسې څه نه و چې د ټوټو په ډول یې وکاروي، کله یې چې وینه په جامو لګېدلې، نو ورته ویل شوي چې له ټولګي ووځي او بهر ودرېږي.

د دې په خبره، له دې پېښې وروسته یې چې لور کور ته تللې دا هرڅه یې ویلي، خو مور چې د اوبو راوړلو لپاره له کور وتلې، نو لور یې ځان وژلی دی.

* د بکارت پردې په هکله څو خبرې

* په افغانستان کې د بکارت معاینې او اندېښنې

ډيلي نېشن وايي، د نجلۍ مور پلار ځايي پولیس په دې پېښه خبر کړي، خو د کوم ښکاره ګام نه پورته کولو له امله ناهیلي شوي دي.

د نورو ماشومانو میندو پلرونو سره په ګډه یې تېره سې شنبه له ښوونځي بهر لاریون کړی، د ښوونځي ور یې مات کړی او سړک یې تړلی دی.

پولیسو د دوی پرضد لاس په کار شوي او پنځه کسان یې ترې نیولي دي.

له دې پېښې وروسته ښوونځی تړلی دی.

د ځايي پولیسو مشر الیکس شیکونډي وايي، د نجلۍ د ځان وژنې پلټنه شوې ده.

خو د ښوونځي مدیر په دې تړاو له څه ویلو ډډه کړې ده.

د کینیا په ګډون ځینې هېوادونو کې د میاشتني عادت پر مهال نجونو ته اړوند وسایل (لکه وچوونکې ټوټې او مالوچ) نه ور کول کېږي یا یې هم د دوی د اخیستو وس نه لري.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۴ کال رپوټ وايي، د افریقا په صحرايي هېوادونو کې د میاشتني عادت پر مهال لسو کې یوه نجلۍ ښوونځي ته نه ځي.

د دې رپوټ له مخې دغو هېوادونو کې د میاشتنۍ ناروغۍ له امله له ځینې نجونو شل سلنه زدکړې پاتېږي او ان له ښوونځي بې برخې کېږي.