د ژوند لپاره مناسبه سیاره کې اوبه وموندل شوې

فضاء د انځور حقوق ESA/UCL
Image caption دا سیاره چې 'کې ټو ۱۸ بي' نوم ورکړل شوی په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ناسا د کېپلر نومې فضايي بېړۍ پر مټ وموندل شوه.

ساینس پوهانو په لومړي ځل د یوه لرې پراته ستوري ګېر چاپېره چورلېدونکې داسې یوه سیاره کې اوبه موندلې چې د ژوند لپاره مناسبه ګڼل کېږي، خو دا چې دغه سیاره له لمریز نظامه په ډېر لوی واټن یانې شاوخو زر تریلیونه کیلومتره لرې پرته ده، د ستوربېړۍ ور استول اوس مهال ناشوني دي.

څېړونکي وايي، په راتلونکو کلونو کې د نویو پرمختللو ټلسکوپونو په راوتلو سره به د دې سیارې څرنګوالی بلا جوت شي.

دوی وايي، دا نوې موندنه د هغې پوښتنې لپاره د ځواب پر لور یو ښه پرمختګ دی چې تل له ساینس پوهانو سره شته او هغه دا چې ایا په کایناتو کې ژوي یوازې پخ ځمکه او که په نورو سیارو کې هم شته؟

د لندن کالج پوهنتون پروفیسره جیوانا ټنیټي په دې برخه کې د څېړنډلې مشره ده، دا وايي، دا لومړی ځل دی چې موږ د استونګنې وړ سیاره کې اوبه موندلې، دا اوبه داسې ځای کې موندل شوې چې د تودوخي درجه یې د ژوند له اړتیا سره برابره ده.

تشیالپوه ډاکټر انګو والډمن وايي، دا سیاره له ځمکې ۱۱۱ نوري کاله واټن لري، نو دا له امکانه لرې ده چې دې سیارې ته دې فضایي څېړونکې بیړۍ واستول شي.

د ډاکټر انګو په وینا یوازینۍ لار دا ده چې هغو ټلسکوپونو ته انتظار وشي چې په ۲۰۲۰ کلونو کې به رامنځته کېږي او پرمټ به یې ساینس پوهان د دې سیارې په اتوموسفیر کې د هغو ګازونو لټه کولی شي چې ژوندیو موجوداتو رامنځته کړي دي.

د انځور حقوق ESA/STFC RAL Space/UCL/Europlanet-Science Office
Image caption دا سیاره له ځمکې ۱۱۱ نوري کاله واټن لري، نو دا له امکانه لېرې ده چې دې سیارې ته دې فضایي څېړونکې بیړۍ واستول شي.

له دې وړاندې هم په نورو سیارو کې اوبه موندل شوې خو هغه یا ډېرې زیاتې او یا ډېر تودې دي.

وړې او د یخې هوا لرونکې سیارې په ډېرې سختۍ سره موندل کېږي، دا سیاره چې 'کې ټو ۱۸ بي' نوم ورکړل شوی په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ناسا د کېپلر تشیال بېړۍ پر مټ وموندل شوه.

د تازه څېړنې مالي لګښت د برتانیا د ساینس او ټکنالوژۍ مرکز او د اروپا د علمي څېړنو شورا له خوا ور کړل شوی دی.

د تېر میلادي کال په جولای میاشت کې ساینس پوهان د داسې نښو ترلاسه کولو خبر ورکړ چې په مریخ سیاره کې د لوی حجم مایع اوبو شتون په ډاګه کوي.

دوی ویلي و، دا نوی موندل شوی جهیل د مریخ سویلي قطب تر کنګلونو لاندې دی او اوږدوالی یې ۲۰ کیلومتره دی.

ورته مطالب