کابل کې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو پر اډه د طالبانو موټربم برید

ریشخور (پخوانی انځور) د انځور حقوق AFP

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې ځانمرګي څلور سرتېري وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي. وسله والو طالبانو یې پړه منلې او ادعا یې کړې چې په دې قره ول کې یې تر ۲۰۰ ډېرو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې.

دا وزارت وايي، دا موټربم برید په یوه بجه ماسپښین مهال د ریشخورو په سیمه کې د ملي اردو د کومانډو نظام قره ول مخې ته شوې ده.

دا وزارت زیاتوي چې حمله کوونکي له یوه مارسیډیز موټر څخه په استفادې ترسره کړې ده. د کورنیو چارو وزارت هم تاییدوي چې د کابل په ریشخورو سیمه کې چاودنه شوې.

د دغه نظام قره ول یوه ډاکټر بي بي سي ته وویل، چاودنه زوروره وه او د مرګ ژوبلې احتمال ډېر دی.

نژدې یوه اونۍ وړاندې هم کابل کې د نهمې امنیتي حوزې اړوند شش درک سیمه کې د طالبانو یوه موټربم برید یو امریکايي او بل رومانیایی سرتېری او لس ولسي افغانان ووژل او ۴۲ نور یې ټپیان کړل.

طالبانو د ننني په اړه ویلي، دا برید یې کابل کې د ملي امنیت د څلوېښتم ریاست دروازه کې د بهرنیانو د موټرو پر یوه کاروان کړی دی.

دا تازه برید وروسته تر هغه شوی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې ودرولې او وروسته یې وویل چې نور له طالبانو سره خبرې نه کوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي ټرمپ د شنبې په مازدیګر (سپتمبر اوومه) په ځینو پرله پسې ټوېټونو کې ویلي په پام کې وه چې سبا (یکشنبه) په کمپ ډېوېډ‌کې له طالب مشرانو سره وګوري خو دا کتنه لغوه شوې ده.‌

امریکایي ولسمشر د تېرې شنبې پر ورځ په یوه ناڅاپي ټویټ کې اعلان وکړ چې د کابل د وروستي برید له کبله چې طالبانو یې مسئولیت منلی و، ده له دې ډلې سره د سولې روانې خبرې درولې دي او همدا راز په کمپ ډیوېډ کې له طالب مشرانو او افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې خپله پټه لیدنه هم لغوه کړې.

ولسمشر ټرمپ وایي، په تېرو څو ورځو کې یې د افغان طالبانو بریدونه د پخوا پرتله ډېر کړي دي.

ورته مطالب