یوه ځای کې 'جزايي کول' ماشوم ته ګټه لري که تاوان؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ارواهپوهان وايي دا مهمه ده چې میندې او پلرونه دا کار څنګه پلی کوي.

د امریکا په متحده ایالتونو کې یوې څېړنې ښودلې چې د ماشوم د اصلاح په موخه هغه په یوه ځای کې کښېنول چې د یوې مودې لپاره ونه ښورېږي او له چا سره خبرې ونه کړي، ماشوم ته تاوان نه لري.

په ختیځو هېوادونو کې په کور او ښوونځي کې معموله ده چې ماشومانو ته د نامناسب کار تر کولو وروسته د "Time out" په نامه 'سزا' ورکول کېږي، چې ماشوم ته د سبق ورکولو او د هغه د مودب کولو په موخه ترسره کېږي او د فزیکي 'سزا ' په معنا نه ده.

سربېره پر دې چې پر دې کار نیوکې کېږي، د اتو کلونو په ترڅ کې ترسره شوې څېړنه ښيي د ماشوم یوازې کښېنولو سزا سره، نه د هغه له قهره ډک چلند کې ډېروالی راځي او نه یې اندېښنه ډېرېږي.

خو په برتانیا کې ارواهپوهان د دې تخنیک د پلي کولو ډول مهم بولي.

البته چې ټولو ماشومانو د آمرانه چلند پر وړاندې مثبت غبرګون نه دی ښودلی.

څېړنې چې د مېشېګن پوهنتون له خوا ترسره شوې، ۱۴۰۰ کورنۍ او د هغوی د ماشوم ساتنې چال چلند له درې، پنځه او لس کلنو ماشومانو سره څارلی.

په یوه ځای کې د 'جزايي کولو' سمه طریقه

د مېشېګن په پوهنتون کې د ماشوم ارواهپوهه او د ترسره شوې څېړنې مشره ډاکتره رېچل نایټ وايي، ډېری مهال میندې پوښتي چې آیا د دوی طریقه سمه ده کنه.

د انځور حقوق Getty Images

هغه وايي "له بده مرغه میندې او پلرونه د لارښوونې لپاره لومړی انټرنټ ته ټولنیزې رسنۍ او ملګرو ته مراجعه کوي، نه طبي کارکوونکي ته. او پر انټرنت خپاره شوي معلومات متضاد دي او د کومې مسلکې سرچینې له خوا یې دقت نه دی کتل شوی."

ډاکتره نایټ وايي چې "Time out" ورکولو کې باید لانديني ټکي په پام کې ونیسئ.

  • کراروالی
  • د عین پیغام تکرار
  • مثبت چاپېریال
  • وار له مخه د ټول بهیر پلان کول
  • مور او پلار او ماشوم یې باید په موخه او مفهوم پوه شي
  • له چغارو وهلو ډډه وکړئ

یوه بله تقاعد شوې پرمختیايي ارواهپوهه ډاکتره هېلېن بارېت وايي، کله چې پر ماشومانو د اصلاح په موخه داسې څه کوئ نو مهمه ده چې هر وخت عین پیغام ورته تکرار کړئ چې پوه شي.

ډاکتره بارېت وايي چې اوس هم داسې میندې او پلرونه شته چې پر ماشومانو ناسم فشار راوړي "خو نور باید دا فکر له سره وباسو چې ماشومان باید سزا وویني".

هغه وايي، تر ټولو اغېزمن میندې او پلرونه هغه ول چې چلند یې ښه او باوقاره و، تر هغو چې آمرانه چلند یې کاوه.

ورته مطالب