پر برېښنايي سیګرټ ولې بندیز ولګېد؟

سیګرټ د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا کې د ویپنګ یا د برېښنايي سیګرټ له امله د ډېرو خلکو تر وژل کېدو وروسته د دې هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې نشه يي توکي پر پلور بندیز ولګاوه.

امریکا کې د ویپنګ یا د برېښنايي سیګرټ له امله د ډېرو خلکو تر وژل کېدو وروسته د دې هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې نشه يي توکي پر پلور بندیز ولګاوه.

په ټوله نړۍ کې پر برېښنايي سیګرټ څومره لګښت راځي او دا تر دودیزو سګرېټو بې ضرره دي؟

وېپنګ سیګرټ ورځ تر بلې په زړه پورې کېږي

د نړېوالې روغتیايي ادارې د راپورونو پر بنسټ د تمباکو څکوونکو شمېر لږ څه کم شوی چې هغه له یوه میلیارد لږ څه زیات وي، خو د وېپنګ په اړه دا شمېرې مختلفې دي.

د وېپنګ یا د برېښنايي سیګرټ څکوونکو شمېر په ټوله نړۍ ورځ تر بلې زیاتیږي، په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د دوی شمېر ۷۰ لکه و، خو په ۲۰۱۸ میلادي کال بیا دا شمېره ۴۱ میلیونو ته لوړه شوه.

د یوه څېړنیز ګروپ 'یورو مانیټر' د راپور له مخې به په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د وېپنګ سیګرټ څکوونکو شمېر ۵۵ میلیونو ته لوړ شي.

پر برېښنايي سیګرټ د لګښت زیاتوالی

د برېښنايي سیګرټ بازار په چټکۍ په تودېدو دی ځکه ټوله نړۍ کې یې د څکوونکو شمېر ورځ تر بلې زیاتوالی راځي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې نشه يي توکي پر پلور بندیز ولګاوه.

په نړېواله کچه پر برېښنايي سیګرټ کابو ۱۹.۳ بیلیونه ډالره پانګونه شوې چې پنځه کاله پخوا پر دې ۶.۹ بیلیونه ډالره پانګونه شوې وه.

امریکا، برتانیا او فرانسه د وېپنګ سیګرټو ستر بازارونه دي- په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د دې درې واړو هېوادونو خلکو پر عادي سیګرټو او وېپنګ سیګرټو لس بیلیونه ډالره لګولي دي.

سپینۍ ماڼۍ اعلان کړی و چې (اېف .ډي. اې) ټولنه داسې یو پلان پلی کوي چې له مخې یې په امریکا کې د وېپنګ د ټولو اړینو توکو پر پیر او پلور بندیز لګېږي.

دا پریکړه له هغه وروسته ده چې د امریکا په ۳۳ ایالاتونو کې د وېپنګ له امله ۶ تنه وژل شوي او ۴۵۰ تنه د بډوډو په ناروغۍ اخته شوي دي.

اوپن سیسټم (پرانیستی سیسټم) برېښنايي سیګرټ تر ډېره زړه راښکونکي دي

دا وخت په بازار کې د برېښنايي سیګرټ دوه ډولونه زیات په زړه پورې دي چې 'اوپن او کلوزډ سسیټم' یا 'اوپن او کلوزډ ټینک' یې بولي۔

اوپن سیسټم کې چې کوم مایع وېپنګ کاریږي، دا ترې پهخپله سیګرټ کارونکی لرې هم کولی شي.

په کلوزډ سیسټم کې بیا تیار جوړ شوي وي چې د برېښنايي سیګرټ پر بالتۍ یې نیغ په نیغ لګولی شي.

د یوې اندازې له مخې په دې کال کې په لومړي ځل پر کلوز سیسټم برېښنايي سیګرټ تر اوپن سیسټم اې سګریټ ډېرې پیسې لګول شوي دي چې ویل کیږي کابو لس بیلیونه ډالره بلل کېږي.

تر ډېره اې سګریټ له هټۍ پیرل کیږي

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د 'ارنسټ او ینګ' په نوم ټولنې ډېرې ویپینګ کوونکي کسان برېښنايي سیګرټ تر ډېره له ویپنګ توکو پلورونکو دوکانونو اخلي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په برتانیا کې د وېپنګ هټۍ بیخي عامې دي

په برتانیا کې د وېپنګ هټۍ بیخي عامې دي- په ۲۰۱۹ میلادي کال کې دغلته د وېپنګ د توکو ۶۹ لویې هټۍ پرانېستل شوي دي.

ایا وېپنګ بې ضرره دی؟

د وېپنګ له امله د مړینو او د ساه لنډي ناروغۍ تر پېښېدو وروسته مشیګان د امریکا لومړی ریاست دی چې پر وېپنګ بندیز لګوي. دلته د اغېزمنو کسانو منځنی عمر ۱۹ کاله بلل کېږي.

په برتانیا کې ډاکټران، روغتیاپال او د سرطان پر خلاف ځینې ټولنې دې هوکړې ته رسېدلې چې شواهد ښیې چې برېښنايي سیګرټ تر عام سیګرټ لږ خطر لري.

د یوې ازادې څېړنې له مخې، برېښنايي سیګرټ تر تمباکو څکوولو ۹۵ سلنه کم خطر لري- د څېړنې لیکوال پروفیسر این میک نیل وايي 'په ټول کې برېښنايي سیګرټ د روغتیا لپاره (لوبه بدلوونکی) ثابتېدلی شي'.

په برتانیا کې د برېښنايي سیګرټ د توکو په اړه له امریکا سخت قوانین شته لکه، په برتانیا کې په برېښنايي سیګرټ کې د نیکوتین اندازه معلومه ده خو په امریکا کې بیا داسې نه ده.

ورته مطالب