فضا کې به مسلمان ستورمزلی څنګه لمونځ کوي؟

هزاع المنصوري د انځور حقوق Reuters
Image caption المنصوري د ایف ۱۶ جنګي الوتکو یو پخوانی جنګي پیلوټ او نهم مسلمان او له سعودي ستورمزلي سلطان بن سلمان آل سعود (۱۹۸۵) او سوري محمد فارس (۱۹۸۷) وروسته درېیم عرب ستورمزلی دی.

اماراتی ستورمزلی هزاع المنصوري نړیوالې فضايي اډې ته رسېدلی دی. کله چې المنصوري له ۶ ګړۍ سفر وروسته فضا کې له خپلو نورو ملګرو سره یوځای شو، خوله یې له خندا خلاصه وه.

نوموړی په یوه روسۍ فضايي بېړۍ کې فضا ته وخوت، خو مسکو فضا ته د المنصوري د تللو د لګښت هېڅ اعلان ونه کړ.

متحده عربي امارات هیله لري چې دا تجربه به نورو هېوادوالو ته په فضايي پروګرام کې د ګډون یوه هڅونه وي.

په پام کې ده چې امارات راتلونکی کال هم فضا ته یوه فضايي بېړۍ واستوي.

فضا ته د المنصوري له تللو سره دا پوښتنه راپورته شوې چې هلته به المنصوري د یوه مسلمان ستورمزلي په توګه له لمانځه او نورو اسلامي شعایرو سره څه کوي.

قبله او د لمانځه وختونه به څنګه وپېژني او څنګه به اودس کوي، حال دا چې هلته د جاذبې قوه نه شته او د اوبو کارول هم امکان نه لري؟ او که د روژې میاشت راورسېږي ایا روژه به نیسي او که د مسافر حکم به عملي کوي روژه به خوري؟

دا ټولې پوښتنې د هزاع المنصوري په حق کې - چې په نړیواله فضايي اډه کې به اته ورځې تېروي، راپورته شوې دي او په عربي نړۍ پر ټولنیزو رسنیو ډېرې لاس په لاس کېږي.

نوموړی هلته له خپلو دوو امریکايۍ ستورمزلې جیسیکا میر او روسي اولیګ سکریبوشکا سره خپلې علمي تجربې ترسره کوي.

المنصوري د ایف ۱۶ جنګي الوتکو یو پخوانی جنګي پیلوټ او نهم مسلمان او له سعودي ستورمزلي سلطان بن سلمان آل سعود (۱۹۸۵) او سوري محمد فارس (۱۹۸۷) وروسته درېیم عرب ستورمزلی دی.

د تېرې پېړۍ له اتیایمې لسیزې وروسته د ځمکې له سیارې بهر د قبلې مالومولو د نشتوالي له کبله د لمانځه په اړه پوښتنې راپورته شوې او دا چې هلته د شپې او ورځې اوښتون او څرنګوالی بېل ډول دی چې د ځمکې له وخت سره توپیر لري.

د شهزاده سلطان بن سلمان له ځینو پخوانيو انځورونو ښکاري چې نوموړی په فضايي بېړۍ کې لمونځ کوي، داسې هم ویل شوي چې نوموړي هلته د یوه کلن سفر پرمهال د روژې وروستۍ ورځې روژه نیولې وه او تر ستنېدا وروسته یې د سعودي د هغه وخت له مفتي شیخ عبدالعزیز بن باز نه فتوا غوښتې وه.

په ۲۰۰۶ کال د مالیزیايي ستورمزلي شیخ مظفر شکور په اړه هم ورته پوښتنې راولاړې شوې، په یوه وېډیو کې ښاغلی شکور د لمانځه په حالت کې ښکاري، پښې پر غولي ږدي چې د جاذبې قوت یې بل خوا یو نه سي.

وروسته ۱۵۰ اسلامي څېړونکي راغونډ شول او د مسلمانو ستوزمزلو لپاره یې د یوه لارښود جوړول پیل کړل او د مالیزیا د فتوا مرکز هم موافقه ورسره کړه.

فضا ته د اماراتو له ګډون او د المنصوري له تللو سره د دوبۍ "د اسلامي چارو او خیریه کارونو مرکز" د "د نړیوالې فضايي اډې ستورمزلو ته د لمانځه او روژې د وختونو ټاکل" په نامه یو کتابګوټی خپور کړ چې ددغه مرکز غړي حمد محمد صالح چمتو کړ.

په دې کتابګوټي کې ځینې فقهي مسایل په لنډو راوړل شوي چې په فضا کې یې مسلمان ستورمزلي له لمانځه او روژې معاف کړي دي.

ددغه کتابګوټي د منځپانګې له مخې، د پاسنۍ پوښتنې جرړې نوې نه دي، په شمالي او جنوبي قطبونو کې د بېلګې په توګه شپه او ورځ پرله پسې شپږ میاشتې غځېږي چې د لمانځه او روژې وختونه به د ورڅېرمه هېواد د وختونو پربنسټ د اټکل له مخې پکې ټاکل کېږي.

د قبلې مالومولو په اړه هم سپارښتنه شوې ده چې د فضايي بېړۍ د چټک تګ له کبله قبله نه معلومېږي، ستورمزلی به له خپل سوچه کار اخلي او د قبلې لوری به معلوموي.

د اوداسه په اړه ویل شوي د لامده لاسپاک په مټ به اودس کوي، یا دا که خاوره یا ډبره وه تیمم به وهي، که دا هېڅ نه وو، نو د فضايي بېړۍ پر دېوال به تیمم کوي.

په کتابګوټي کې دا سپارښتنه هم شوې ده که یې پښې نه ټینګېدې، نو لمونځ به له درېدو (قیام) او سجدې پرته کوي یا دا چې په اشاره به لمونځ کوي.

ورته مطالب