موږک موټر چلولو کې "ډېر نه وېرېږي"
امریکا کې موږک کوچنی پلاستیکي موټر چلوي.
نوې څېړنه وايي، موږکان د موټروانۍ زده کولو کې لږ وېره احساسوي
د امریکا د ریچمونډ پوهنتون څېړونکو څو موږکانو ته د کوچنیو پلاستیکي موټرو چلول ور زده کړي دي.
دې موږکانو ته د موټروانۍ زده کولو بدل کې د خوړو جایزه هم ور کړل شوې ده.
د دې څېړنډلې مشر ډاکټر کلي لمبرټ وايي، کله چې له موږکانو دې برخه کې د یو کار غوښتنه کېده، لږ وېرېدل.
دا موندنې د رواني ستونزو برخه کې له درمل پرته درملنې پراختیا کې مرسته کولی شي.
د موږکانو لپاره موټر له داسې المونیمي ټوټې جوړ شوي چې څلور ټیرونه لري او د پاسه پرې روښانه پلاستیک ډبی لګول شوی دی.
د ډبي مخته برخه کې میسي سیم دی چې کله موږک په دغه موټر کې کېني، نو دا سیم نیسي او دې سره دا برېښنايي ماشین چلولو ته تیارېږي.
موږکانو د دې سیم نیولو سره درې ډوله حرکت کاوه، هغه داسې چې موټر مخامخ، چپ یا ښي لور ته وچلوي.
موږکانو څو میاشتو کې هم موټر چلول او هم دا زده کړل چې کومې خوا ته یې وچلوي او بیا یې د چلښت پر مهال بلې خوا ته تاو کړي.
د دې څېړنې پایلې د مغز چلن څېړنې مجله کې خپرې شوې دي.
د دې څېړنې لپاره ځینې موږکان په ازمایښتي چاپېریال او نور تر ډېره له طبیعي ژوند سره ورته چاپېریال کې ساتل شوي وو.
څېړونکو د موږکانو د کورتیکوسټرن هارمون ارزولی چې د وېرې اړوند دی.
دوی د ډیهایډروپیاډروسټرن هارمون هم اندازه کړی چې د وېرې ضد دی.
ټولو موږکانو د وېرې ضد هارمون لوړه کچه درلوده او څېړونکي وايي، دا ممکن د نوې وړتیا له زده کولو د خوند اخیستلو سره تړاو ولري.
ډاکټر لمبرټ له فرانس خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، دا څېړنې د رواني روغتیا په هکله نورو څېړونو ته ګټورې تمامېدلی شي.