افغان ځواکونه: د تخار درقد ولسوالي مو ونیوه

د انځور حقوق MOD
Image caption افغان ځواکونه د درقد ولسوالۍ مرکز کې

د افغانستان دفاع وزارت او افغان ځانګړي ځواکونه په تخار ولایت کې له وسلوالو طالبانو د درقد ولسوالۍ د بېرته نیولو خبره کوي.

د ځانګړو ځواکونو د قول اردو د کمانډو اول کنډک ویلي چې دا ولسوالي یې نن د جمعې په سهار پنځه بجې له طالبانو ونیوله.

د افغانستان دفاع وزارت هم یوه اعلامیه کې وايي، افغان ځواکونو څو ورځنیو عملیاتو کې دا ولسوالي له طالبانو نن سهار ونیوله.

افغان چارواکي وايي، دغو عملیاتو کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

* طالبانو تخار کې ینګي کلا او درقد ولسوالۍ ونیوې

* تخار ولایت ته مرستندوی کمانډو ځواکونه واستول شول

د کمانډو اول کنډک قومندان جګړن فیض الله وايي، تر ۶۰ وسلوال طالبان یې دې عملیاتو کې وژلي دي.

د تخار د والي ویاند جواد هجري له بي بي سي سره خبرو کې د درقد ولسوالۍ نیول د افغان حکومت لپاره یوه بریا وبلله:

"ټوله درقد ولسوالي له طالبانو ونیول شوه. درقد د طالبانو لپاره یو مهم مرکز و او د سیمې لپاره یې جنګي پروګرامونه دغه ځای کې پلانول، دا د حکومت لپاره لویه لاسته راوړنه ده".

نوموړی وايي، طالبان له دې ولسوالۍ د تخار خواجه غار او دشت ارچي په لور تللي دي.

د انځور حقوق MOD
Image caption افغان ځواکونو پرون د بغلان دهنه غوري هم له طالبانو ونیوه

د درقد ولسوالۍ یوه ځایي اوسیدونکي بي بي سي ته وویل، افغان ځواکونه نن سهار د درقد ولسوالی مرکز ته ورسیدل.

خو په خبره یې، طالبان اوس هم د ښار په پنځه کیلومټرۍ کې مورچې لري.

د ځانګړو ځواکونو قول اردو وايي، چې دې ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات روان دي.

د درقد په مرکز کې ځايي اوسېدونکي لاهم د طالبانو د بېرته راتګ په اړه اندېښمن دي.

د درقد یوه اوسېدونکي بي بي سي ته وویل که افغان ځواکونه له ولکې وروسته، سیمې چاڼ نه کړي، شونې ده چې کلیو ته تښتېدلي طالبان بېرته ښار ته را وخوځېږي.

درقد د تخار څلورمه او وروستۍ ولسوالي ده چې افغان ځواکونه پرې ولکه کوي.

وړاندې تر دې چاه اب، خواجه غار او بهارک ولسوالۍ چې د لنډې مودې لپاره پرې طالبانو ولکه کړې وه، افغان ځواکونو بېرته ونیولې.

د انځور حقوق TAKHARMEDIAOFFICE

درقد د تخار له ستراتيژیکو ولسوالیو ده چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري او منځنۍ اسیا ته د مخدره توکو د لېږد، مهمه لار بلل کېږي.

دغه ولسوالي په تېره یوه لسیزه کې څو وارې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوه او په دې موده کې ډېر وخت د طالبانو په ولکه کې وه.

افغان ځواکونو تېره ورځ د بغلان دهنه غوري ولسوالي هم له دریو کلونو وروسته له طالبانو ونیوه.

ورته مطالب