ناسا سپوږمۍ ته د سړو اوبو موندلو لپاره ستوربېړۍ استوي

سپوږمۍ د انځور حقوق Reuters
Image caption ناسا وايي، هیله یې دا ده چې د سپوږمۍ جنوبي قطب ته څېرمه سړې اوبه وموندل شي.

د امریکا د فضايي څېړنو مرکز 'ناسا' ویلي، په ۲۰۲۲ کال کې به سپوږمۍ ته د سړو اوبو موندلو په موخه یو روباټ واستوي.

ناسا وايي، هیله یې دا ده چې د سپوږمۍ جنوبي قطب ته څېرمه سړې اوبه وموندل شي.

ګڼ کارپوهان په دې اند دي چې په سپوږمۍ کې د اوبو موندل به هلته د ژوند کولو لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړي.

په سپوږمۍ کې د اوبو شتون د انسان د راتلونکو څېړنو او موندنو لپاره حیاتي سرچینه ده.

د VIPTER په نوم استول کېدونکې ستوربېړۍ یو انسان لېږدووي او اصلي دنده به یې د سړو اوبو موندل وي.

ناسا هیله لري چې د اکسیجن د تولید او سا اخیستو لپاره هلته له اوبو ګټه واخیسته شي.

همدارنګه د هایډروجن موندل هم اړین دي چې د سونتوکو ګټه ترې واخیسته شي.

ددغه ماموریت د پروژې مشر ویلي، دا ستوربېړۍ به څېړنه کوي چې ایا په سپوږمۍ کې د انسان ژوند ممکن دی او که نه.

وایپر ستوربېړۍ به د سپوږمۍ جنوبي قطب ته واستول شي، دا هغه ځای دی چې په پام کې ده په ۲۰۲۴ کال کې لومړنۍ ستوزمزلې هلته ولاړه شي.

ورته مطالب