ماشومان حساب تر "یو، دوه، درې" ویلو وړاندې زده کوي

Infant who took part in the counting experiment د انځور حقوق Johns Hopkins University
Image caption ساینسپوهانو د لوبو توکي په لوړ غږ حسابول چې د ماشومانو غبرګون وویني.

ساینسپوهان وايي ماشومان آن د ۱۴ میاشتو په عُمر د حساب کولو په مفهوم پوهېږي، وړاندې تر دې چې د "یو، دوه، درې" په رښتونې معنا پوه شي.

امریکايي څېړونکو ویلي کله چې ماشومان له چا په لوړ غږ حساب کول اوري، اندازه او مقدار پېژني.

خو بیا هم ډېر ماشومان تر نژدې څلور کلنۍ د عددونو د تورو په سم مفهوم نه پوهېږي.

ساینسپوهان اوس هڅه کوي ومومي چې آیا په کم عمر د حساب زدکړه کولی شي وروسته له انسان سره مرسته وکړي.

د جان هاپکنز پوهنتون په یوه څېړنه کې، ۱۶ ماشومانو ۴ د لوبو سامان چې سپي او موټرکونه ول ولیدل چې د دوی په مخ کې په بکس کېښودل شول او دوی کولای شول پرته له دې چې وویني کوم یو را اوچتوي یو ترې راواخلي.

څېړونکو به کله نا کله په لوړ غږ حساب کاوه او د هر سامان په اچولو به یې ویل "وګورئ - یو، دوه، درې، څلور. څلور سپیان".

بل ځل به یې یوازې وویل چې "دا، دا، دا، دا - دا سپیان".

د انځور حقوق Getty Images

کله چې به د لوبو سامان حساب شول، ماشومانو به په ښکاره تمه لرله چې تر یوه شي ډېر دې له بکسه را واېستل شي.

ساینسپوهان وايي د هغوی به کره شمېره نه وه په یاد خو تخمیني شمېره به یې په یاد وه.

خو کله چې به د لوبو توکي له شمېرل کېدو پرته بکس ته اچول کېدل، او څېړونکو به یو را واېست، له ماشومانو به لار ورکه وه.

څېړونکي وایي له ماشومانو سره په لوړ غږ حساب کول او پر هغوی د کتابونو شمېرل ورسره ډېره مرسته کوي چې په دغه مفهوم ښوونځي ته تر تګ وړاندې پوه شي.

دا څېړنې په پرمختیايي ساینس یا Developmental Science کې خپرې شوي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب