د انسان د لومړني ټاټوبي "څرک ولګېد"

  • 4 نومبر 2019 - 13 لړم 1398
انسان د انځور حقوق Getty Images

ساینسپوهانو د زمبسي سیند سوېل کې سیمه د لومړنیو انسانانو ټاټوبی بللی دی. دې سیمه کې اوس مالګینې یا تروې اوبه دي، خو تېر کې یو لوی ډنډ یا جهیل و چې ښايي دوه لکه کاله پخوا دلته د اوسنیو انسانانو ټاټوبی و.

د پوهانو په خبره، تر هغه چې آب و هوا بدله شوې نه وه، زموږ پلار نیکونه دلته ۷۰ زره کاله اباد وو. دوی هغه وخت کډوال شول چې له افریقا بهر زرغونې او حاصلخېزې سیمې پیدا شوې.

دا څېړنه نېچر مجله کې خپره شوې، خو یو څېړونکی اعتراض کوي چې د انسان د پیل کیسه یوازې د ډي اېن اې له پوهې نشي جوړېدی.

اسټرالیا کې د ګاروان انسټیټیوټ طبي څېړنو کې د پېریانو برخې پوهاند وینیسا هیس وايي، دا روښانه ده چې په جسمي ډول اوسنی انسان دوه لکه کاله پخوا افریقا کې و او له هغه وروسته زموږ پخواني نیکونه نورو سیمو ته لاړل.

دلته چې د کومې سیمې خبره کېږي هغه د بوتسوانا شمال ته زمبسي طاس سره ده. د پوهانو باور دی چې زموږ نیکونه افریقا کې د ډنډونو شاوخوا اباد وو. اوس دا سیمه پر مالګینو اوبه بدله شوې ده.

پوهاند وینیسا وايي: دا ډېره پراخه سیمه ده، یو وخت ډېره زرغونه وه او نوي انسان او ځنګلي ژویو ته یې مناسب استوګنځی برابر کړی و.

خو له ۷۰ زره کلونو تېرولو وروسته خلک کډه شول. ټوله سیمه کې د باران له امله بدلون سره له ۱۳۰ زرو تر ۱۱۰ ززرو کلونو پخوا ترمنځ د کډه کېدلو درې لویې پېښې هم شته.

لومړی کډه شوي خلک د شمال ختیځ په لور، دویمه ډله د سوېل لوېدیځ په لور کډه شول او دریمه ډله هلته پاتې شول او اوس هم اباد دي.

د انسان د کورني نصب د پېژندلو هڅه کې دا اندازه هم د سلګونو افریقایانو د ډي اېن اې ازموینې له ترلاسه شویو مالوماتو له مخې دي.

د انساني کیسې نوی جوړښت

د انځور حقوق CHRIS BENNETT, EVOLVING PICTURE, SYDNEY, AUSTRALIA
Image caption پوهاند وینیسا هیس

نېچر مجله کې پر دغه څېړنه یو څېړونکی نیوکه هم کوي او وايي، چې ډي اېن اې سره یوازې د انسان د کیسې پیل نشي جوړېدلی. پر پخوانیو پاتې شونو نورې څېړنې هم ښيي چې ختیځه افریقا د انسانانو لومړنی استوګنځی و.

د لندن نېچرل هسټري موزیم یا د طبیعي تاریخ موزیم پوهاند کرېس ټرنګر وايي، د اوسني انسان وده پېچلی عمل و.

هغه له بي بي سي سره خبرو کې وویل، یوازې ساینس سره د اوسني انسان پېژندل نه دي پکار، ځکه تاسو د یوه جین د کوچنۍ ټوټې په څېړلو سره د انسان مکمله کیسه نشئ بیانولئ.

هغه دا هم وايي چې د نوي انسان نیکونه ډېرو سیمو کې وو، چې تراوسه پېژندل شوې نه دي.

څلور لکه کاله پخوا د ودې لومړنیو پړاوونو کې زموږ نیکونه څرګند پیل شو او د اروپا او اسیا لور ته لاړل. له دوو تر دریو لکو کالو پخوا نوی انسان افریقا کې څرګند شو.

له ۴۰ تر ۵۰ زرو کالو پخوا نوی انسان تر اروپا ورسېد.