سور سیماب څومره بیه او ارزښت لري؟

سیماب د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سور سیماب په اړه اوازې د سړې جګړې په کلونو کې پیل شوې

افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په ورځو کې چې کله لوږه ډېره وه او د پیسو پیدا کولو لارې کمې شوې نو ځینو خلکو عجایبو ته مخه کړه.

لومړی اوازه ګډه شوه چې هډوکي ډېر ګران خرڅېږي. وروسته بیا د پستې او ځڼغوزیو د ونو د ریښو بیې د ګراني خبرې روانې شوې. دا اوازې د دې سبب شوې چې ځینو خلکو په لوی لاس د خپلو پستو او ځڼغوزیو د ونو ریښې ووهلې.

وروسته بیا په زړو لاټینونو او ګیسونو کې د سره سیماب خبره ګرمه شوه. خلکو خپل ټول زاړه لاټینونه او ګیسونه ټوټه ټوته کړل چې دا نایابه توکی پکې پیدا کړي.

دا جلا بحث دی چې دا اوازې چا ګډولې او ولې یې ګډولې. څومره حقیقت او څومره استخباراتي لوبه یې تر شا وه. خو په لوږه کې انسانان په هر هغه څه زړه تړي چې ډوډۍ ورکړي او دا د درد او درس خبره ده.

کېدای شي د وږو ملتونو تېر ایستل او مستعمره جوړول ځکه اسان وي چې په هر هغه څه پورې زړه تړي چې دوی ته د مړېدا څرک پکې ښکاري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د طالبانو واکمنۍ کلونو کې افغانستان کې هم ډول ډول اوازې خپرېدلې

افغانستان ته د نړیوالو ځواکونو له راتګ سره د وګړو ژوند کي یې مالي بدلون راغی او دا ډول اوازې کمې شوې. خلکو ته د ډوډۍ پیدا کولو لپاره نورې لارې پیدا شوې.

خو له ۲۰۱۴ را په دېخوا چې نړیوالو ځواکونو په وتلو پیل کړی او په افغانستان کې یې د لګښتونو کچه را ټیټه شوې نو دې ډول اوازو یو ځل بیا زور اخیستی.

هره اوونۍ زما د خواله رسنیو پیغام بکسې ته یو یا دوه داسې پیغامونه، غږونه، انځورونه او یا هم ویډیوګانې راځي چې له ما یې د سره سیماب او یا هم بې سرپرسته راډیو اکټیف منابعو په اړه پوښتنه کړې وي.

ځینو کسانو دا هم راته ویلي چې پلانکی هیواد یې په ډېره لوړه بیه ورڅخه اخلي. دا پوښتنې نژدې په هر مجلس کې هم راڅخه کېږي. ان ځینې لوستي کسان هم په دا ډول اوازو او ګنګوسو باور کوي.

کله چې زه د سره سیماب د نه شتون او بې ارزښتتوب په اړه ورته وایم نو ځینې کسان داسې انګېري چې ګواکې پر دوی مې ښه نه لورېږي.

سور سیماب څه شی دی او د ارزښت اوازه یې له کومه راغلې؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نړۍ ګڼو هېوادونو کې پر سرو سیمابو څېړنې شوې دي

کیسه د سړې جګړې له وخته پیل شوې. نژدې نیمه پېړۍ وړاندې نړۍ په شرقي او غربي او یا هم کمونیست او کپېتالېست بلاکونو وېشل شوې وه او جګړه سړه وه.

دواړو خواوو غوښتل په اټومي ازمېښتونو یو بل ته زور وښيي. دا زور ښودنه دومره ډېره شوه چې دواړو خواو پر تشیال د کنترول لپاره ټیکنالوجي رامنځته کړې.

د وخت شوروي اتحاد لومړنی انسان یوري ګاګارین تشیال ته ولېږه او امریکا لومړنی انسان نیل ارمسټرانګ پر سپوږمۍ پلی کړ.

د ټکنالوژۍ دې سیالۍ کې روسیه او امریکا مرکزي لوبغاړي وو او بې وزلو هیوادونو یوازې د دې لوبې د نندارې وس درلود.

د دې سیالۍ په ترڅ کې ځینو استخباراتي ادارو د مافیايي کړیو په مرسته پر دې فکر وکړ چې څنګه بې وزله هېوادونه په داسې ګرداب کې راګير کړي چې نه ځان ور اچولی شي او نه یې زړه ورځینې کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سړې جګړې کلونو کې شوروي اتحاد او امریکا هڅه کوله چې په تشیال کې هم خپله واکمني ثابته کړي

په لومړي ځل د پخواني شوروي په ځینو جمهوریتونو کې د سره سیماب اوازه ګډه شوه.

هغه مهال ویل کېدل چې سور سیماب ځکه ډېره ګرانه بیه لري چې د روسیې او امریکا اټومي توغندیو په جوړښت کې مهم رول لوبوي.

دا هم ویل کېدل چې په تور بازار کې له سیماب سره یورانیم هم ګډ خرڅېدلای شي او دا دواړه د اټومي وسلو دوه بنسټیز عناصر دي او څوک چې دا دوه ولري مانا چې اټومي وسله یې په واک کې ده.

که څه هم سیماب سلفایډ سور رنګ لري، خو هیڅ ډول جادويي او خارق العاده خواص نه لري او نوم یې هم سور سیماب نه دی.

خو مافیایي کړیو سرې رنګ کړې اوبه په تور بازار کې په میلیونونو ډالرو په وګړو او ان حکومتونو خرڅې کړې دي.

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس دا اوازې جدي ونیولې او په تور بازار کې د پېرودلي سور سیماب نمونې یې وڅېړلې.

پایله یې دا وه چې د سره سیماب په نامه هېڅ کیمیاوي عنصر نشته او دا یوازې یوه درواغجنه اوازه ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption داسې باور هم کېده چې سور سیماب اټومي وسلو کې کارېږي

ورته څېړنیز رپوټونه د امریکا انرژۍ وزارت په ګډون نورو معتبرو لابراتوارونو هم خپاره کړل چې سور سیماب له دروغو ډکه اوازه ده.

مافیايي او استخباراتي کړیو د بې وزلو هیوادونو د حکومتونو او وګړو د تېر ایستلو او بې قانونه پیسو پیدا کولو لپاره دا اوازه له ځانه جوړه کړې.

چې بحث را لنډ کړو نو سور سیماب هیڅ نشته.

که څه هم سیماب یا مرکري سلفایډ سور رنګ لري، خو هېڅ ډول اقتصادي، سیاسي، نظامي او استخباراتي ارزښت نه لري.

یوازینی ارزښت یې د ناپوهانو په دام کې اچول دي.

ورته مطالب