څېړنه: وېروونکي خوبونه په ویښه انسان ته ګټه هم رسولی شي

  • 28 نومبر 2019 - 07 لیندۍ 1398
خپکسه ځینې وخت ګټوره او ځین وخت منفي اغېز لرلی شي د انځور حقوق Getty Images
Image caption خپکسه ځینې وخت ګټوره او ځین وخت منفي اغېز لرلی شي

کله چې وېروونکی خوب ووینئ ځینې وخت ښه اغېز لرلی شي. څېړنو موندلې چې د خوب پرمهال وېره په ویښه له انسان سره همکاري کوي چې وېروونکي حالت کې ونه ډار شي.

په سویس او امریکا کې څېړونکو د خوبونو ډولونو ته د دماغ د غبرګون د څرنګوالي په اړه څېړنه کړې ده.

دوی دې پایلې ته رسېدلي چې وېروونکي خوبونه په ویښه له انسان سره د دماغ د فعالیت ډېرېدو لامل ګرځي.

څېړنې ویلي، د وېروونکې خپکۍ په حالت کې خوب لیدل منفي اغېز لري.

د جنیوا پوهنتون او روغتون او د امریکا ویسکونسن پوهنتون اعصاب‌پوهان دې پایلې ته رسېدلي چې د اندېښنې له منځه وړلو لپاره له خوبونو ګټه اخیستل د یوې وسیلې په توګه کارول کېدای شي.

"ډېر فعالیت"

څېړونکو په ویښ حالت کې د خلکو پر احساساتو د وېروونکو خوبونو اغېز څېړلی او پر اتلسو کسانو یې ۲۵۰ برېښنايي ټوټې تړلې دي.

د څېړنې په پایله کې راغلي، وېروونکي خوبونه په وېروونکي حالت کې له انسانانو سره په غبرګون ښودلو کې مرسته کولی شي.

څېړونکو ومونده، هغه کس چې له وېروونکي خوب ورسته راویښ شي، ښايي په دماغ کې یې وېرې ته غبرګون ښودونکې برخه لا ډېره فعاله شي.

پر دې بنسټ، پوهان دې پایلې ته رسېدلي، چې وېروونکي خوبونه په ویښه انسان دې ته چمتو کوي چې له وېروونکي حالت سره څنګه غوره چلن وکړي.

هرڅومره چې انسان له خپکۍ سره ډېر مخامخېږي او وېروونکي خوبونه ډېر ويني، هومره یې په مغزو کې له وېرې سره د چلن برخې د فعالیت کچه ډېرېږي.

په خپسکه پورې تړلی احساس

څېړونکو ویلي، دې پایلې ته رسېدلي چې موږ د خوب او ویښې ترمنځ ټینګ تړاو لرونکی احساس لرو، داسې چې وېروونکي خوبونه انسان ته د داسې تمرین یوه وسیله کېدای شي چې په ویښه له ورته حالت سره څنګه چلن وکړي.

د جنیوا پوهنتون یوه څېړونکي ویلي، خوبونه ځینې وخت په واقعي ژوند کې له خطر سره د مخامخېدو پر مهال د پوره چمتووالي ریښتینی تمرین کېدای شي.

خو وېروونکي خوبونه او خپسکه ځینې وخت منفي اغېز هم کوي او خوب ورسره ګډوډېږي.

دغه څېړونکی وايي: "که وېره تر یوې مشخصې کچې ورسېږي، نو د احساساتو په سمبالولو یې مثبت اغېز له منځه ځي."

ورته مطالب