د اقلیمي بدلون غونډې خبرداری؛ که مخنیوی ونه شي، ستنېدا به ناشونې وي

درې ښځې به غونډه پرمخ وړي: د هسپانیې لومړۍ وزیره تېریزا رېبېرا، د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د غونډې مشره کارولاینا شمېت او د ملګرو ملتونو د اقلیم مشره پترېشیا یسپېنوسا. د انځور حقوق COP25
Image caption درې ښځې به غونډه پرمخ وړي: د هسپانیې لومړۍ وزیره تېریزا رېبېرا، د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د غونډې مشره کارولاینا شمېت او د ملګرو ملتونو د اقلیم مشره پترېشیا یسپېنوسا.

د اقلیم په اړه د نړیوالو خبرو نوی پړاو د اسپانیا پلازمېنه مادرید کې پیل شوی دی. د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وویل نړۍ دې تر ۲۰۵۰ کاله د کاربوني ککړتیا د بېخي درولو له پاره هڅې پیل کړي، او که نه نو داسې پړاو ته به ورسېږي، چې ستنېدا ترې ناشوني ده.

کارپوهان وایي په دولسو میاشتو کې خورا کلکو اقداماتو ته اړتیا ده، او اوقیانوسیه سیمې مشرانو ګواښنه اورولې چې پرته له هغې به د مرګ له سزا سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش له غونډې مخکې په پلازمېنه مادرید کې خبرداری ورکړ چې د خبرو لپاره وخت نه دی پاتې.

هغه وویل داسې شواهد شته چې ښيي د اقلیم بدلون پر چاپیریال، د ژوندیو موجوداتو پر رنګارنګۍ، انساني چاپېریال، د خوړو پر خوندیتوب او د انسانانو پر ژوند ویجاړونکی اغیز لرلی او د هوا ککړتیا هرکال د میلیونو کسانو ژوند ترې اخلي.

ښاغلي ګوترېش وویل "هرکال د اقلیم د بدلون سره تړلې د هوا ککړتیا له امله اووه میلیونه وګړي مري. د اقلیم بدلون د انسانانو روغتیا او خوندیتوب ته په یو ډراماتیک ګواښ بدل شوی. که په لنډو ټکو ووایم د اقلیم بدلون اوس د اوږدې مودې ستونزه نه ده. موږ وار دمخه د اقلیم د بدلون له بحران سره مخامخ یو او له دې ځایه د بېرته ګرځېدو امکان نشته. دا بحران زموږ په مخکې دی او زموږ په لور راروان دی. "

د انځور حقوق Mark Njoroge / Save the Children
Image caption په کېنیا کې د وچکالۍ له امله حیوانات مړه شوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي اوسمهال د اقلیم د بدلون په برخه کې کېدونکي اقدامات کافي ونه بلل او زیاته یې کړه چې په پاریس کې د هېوادونو له خوا له شویو ژمنو سره سره تودوخه تر دریو درجو پورې لوړېږي.

د ښاغلي ګوترېش په وینا داسې هېوادونه هم شته چې ان د پاریس په تړون کې د ټاکل شوې کچې پورې هم د کاربن کمولو ته چمتو نه دي.

دغه راز له بي بي سي سره په خبرو کې د اسپانیان د چاپیریال ساتنې وزېرې تریسا رابیرا وویل هېوادونه باید د اقلیم د بدلون په برخه کې د ډېر څه کولو ته ژمنه وکړي.

اغلې رابیرا وویل "زه فکر کوم موږ ټولو ته لویه ننګونه دا ده چې باوري کړو چې د نړۍ لوی اقتصادونه چې اوس هم پر دې موضوع غلي دي په څرګنده ژمنه وکړي چې د اقلیم د بدلون په برخه کې ډېر څه کوي. موږ له هغو هېوادونو چې د اقلیم د بدلون په برخه کې مهم رول لري ډېر څه نه اورو چې دا ښه خبر نه دی. دا هغه ستونزه او خطرناک حالت ښيي چې موږ ورسره وار دمخه مخامخ یو. زه ډاډمنه نه یم چې حکومتونه د اقلیم د بدلون په برخه کې پخو اقداماتو ته ژمن دي. فکر کوم موږ غواړو له دوی واورو چې ووايي، هو، موږ ته دا پیغام رارسیدلی چې موږ څه کولو ته اړتیا لره او موږ به خپله ټوله هڅه وکړو چې د کاربنډای اکساید کچه کمه کړو. "

د انځور حقوق Reuters
Image caption په هغو کې چې د اقلیمي بدلون د مخنیوي کمپاین کوي د ښوونځي زدکوونکي هم شته.

خو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي چې په نړۍ کې شین کوریزه ګازونه تر خطرناکې کچې خپرېږي او د کمولو لپاره یې سیاسي هوډ نشته.

ښاغلي ګوترېش هغه هېوادونه وغندل چې له تیلو او سکرو نه ګټه اخلي او په وینا یې د هوا په ککړتیا کې پراخه ونده لري. په ورته وخت کې ښاغلي ګوترېش وویل چې د هیلې نښې نښاني هم شته ځکه چې په وینا یې ځوانانو د اقلیم بدلون ته په پام اړولو کې مهم رول لرلی دی.

په پام کې وه چې د اقلیم د بدلون په اړه دا غونده په چیلي کې وشي خو دغلته د حکومت ضد اعتراضونو له امله په خپل وخت ونه شوه او اوس په مادرید کې جوړه شوې ده.

دا غونډه به دوې اوونۍ دوام وکړي او په پام کې ده چې د پنځوس هېوادونو د مشرانو په ګډون ۲۹۰۰۰ کسان به په کې برخه واخلي خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به په کې نه وي.

د انځور حقوق davidhills
Image caption د ملګرو ملتونو مشر وايي تر ۲۰۲۰ کال وروسته باید هېڅ داسې فابریکه جوړه نه شي چې د سکرو ډبره سوځوي.

له امریکا نه د ولسي جرګې مشره ننسي پلوسي په سمبولیکه توګه د یوه پلاوي په مشرۍ په غونډه کې ګډون لري. په داسې حال کې چې نژدي ټولو هېوادونو د پاریس تړون لاسلیک کړی امریکا له دې تړونه وتلې او دا تړون خپل اقتصاد ته په زیان بولي.

په اوسنۍ غونډه کې به هغه هېوادونه چې د پاریس تړون یې لاسلیک کړی ژمنه وکړي چې د ۲۰۲۰ کال تر پایه د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره څه کوي او تر کومه کچه کاربنډای اکساید کموي.

ورته مطالب