ستورپېژاندي: شپه کې د اسمان لیدل له ګواښ سره مخامخ دي

ستورمزلي وېره لري چې مصنوعي سپوږمکۍ به د فضا پر اخیستل کېدونکو انځورونو اغېز وکړي د انځور حقوق Marco Langbroek/SatTrackCam Leiden
Image caption ستورمزلي وېره لري چې مصنوعي سپوږمکۍ به د فضا پر اخیستل کېدونکو انځورونو اغېز وکړي

ستورپېژاندو خبرداری ورکړی چې فضا ته نورې مصنوعي سپوږمکۍ د دوی د فضا او کایناتو د لید توان ګواښي.

سر له راتلونکې اونۍ فضا ته زرګونه نوې مصنوعي سپوږمکۍ استول کېږي، چې ډېرو چټکو انټرنېټي خدمتونو ته به لار هواره کړي.

خو د دغو استول کېدونکو مصنوعي سپوږمکیو لومړۍ جوپه، چې له لا وړاندې د "سپېس اېکس" امریکايي شرکت له لارې استول شوې ده، په شپه کې د اسمان پر انځور اغېز کوي، داسې چې مصنوعي سپوږمکۍ د سپینو ځلېدونکو کرښو په بڼه ښکاري او د ستوزو لیدل هم پیکه کوي.

پوهان وېره لري چې د مصنوعي سپوږمکیو په لویه پېمانه استول به ښايي په راتلونکي کې د ټیلیکسوپ پر انځور هم اغېز وکړي.

د لندن امپریال کالج ستورپوهنې پروفیسبر ډیف کلیمینټ بي بي سي ته وویل: "په شپه کې انسانان اسمان روښانه لیدلی شي.. دلته زموږ وېره دا ده چې دا لید به پیکه شي."

هغه شرکتونه چې مصنوعي سپوږمکۍ استوي، وايي، له ستورمزلو سره په ګډه کار کوي چې د فضا د پیکه لید د کمولو لپاره کار وکړي.

ولې دومره ډېرې مصنوعي سپوږکۍ استول کېږي؟

دا مسله پر زښت ډېر چټک انټرنېټ پورې اړه لري.

د انځور حقوق ONEWEBB
Image caption د "ون وېب" مصنوعي سپوږمکۍ چې د ځمکې شاوخوا چورلېږي.

ددې پرځای چې پر کېبلي انټرنېټ تکیه وشي، مصنوعي سپوږمکۍ دا خدمت نېغ په نېغه له اسمانه ځمکې ته چمتو کوي.

که د ځمکې په مدار ډېرې سپوږمکۍ راغونډې شي، په دې معنا چې د ځمکې ډېر ګوښه ځای او هر ګوټ ته به انټرنېټ ورسېږي.

دا مهال د ځمکې شاوخوا کابو ۲۲۰۰ مصنوعي سپوږمکۍ چورلېږي.

خو سر له راتلونکې اونۍ به، د امریکا سپېس اېکس شرکت اړوند "سټارلینک" پروژه په هرو څو اونیو کې مدار ته د ۶۰ نویو مصنوعي سپوږمکیو جوپې واستوي.

ددې معنا دا ده چې د راتلونکي کال تر پایه به کابو ۱۵۰۰ سپوږمکۍ واستولې شي او د ۲۰۲۰ کال تر نیمايي پورې به فضاء ته ټول ټال ۱۲ زره مصنوعي سپوږمکۍ ولېږلې شي.

د انځور حقوق Gemini Observatory/ NSF
Image caption مصنوعي سپوږمکۍ د فضاء خارجي لید ګواښي

د بریتانیا ون وېب شرکت تمه لري چې ۶۵۰ مصنوعي سپوږمکۍ واستوي چې دا شمېره د اړتیا په وخت کې ۲۰۰۰ سپوږمکیو ته هم لوړېدی شي.

امازون امریکايي شرکت هم د ۳۲۰۰ مصنوعي سپوږمکیو استولو هوډ لري.

ستورپېژاندي ولې وېرېږي؟

په تېرو مۍ او نومبر میاشتو کې، سټار لېنک شرکت ۱۲۰ سپوږمکۍ واستول چې په مدار کې له یوې او بلې تر ۵۰۰ کیلومترو کم واټن لري.

خو ستورڅاري اندېښنه لري چې دغه سپوږمکۍ به د سپینو ځلانده ټکو په څېر ښکاري.

ورته مطالب