د "ګاډي" په اندازه د کیشپ پاتې شوني موندل شوي

سټوپینډمي کیشپ د ګاډي په اندازه و د انځور حقوق PA Media
Image caption سټوپینډمي کیشپ د ګاډي په اندازه و

د جنوبي امریکا په شمالي سیمو کې څېړونکو د کیشپ یو ډول پاتې شوني موندلي، چې د ګاډي په اندازه دي.

باور کېږي چې دا "سټوپینډمي" کیشپ کابو د ۱۳ او ۷ میلیون ترمنځ کلونو پخوا زمانه کې دې سیمې ته راغلی.

د کیشپ دا پاتې شوني د کولمبیا تتاکو بېدیا او د وینزوېلا په اوروماکو سیمه کې موندل شوي دي.

د سټوپینډمي لومړني پاتې شوني په ۱۹۷۰مو کلونو کې موندل شوي وو، خو د څلور متره اوږده کیشپ په اړه لاهم ډېر شیان ناڅرګند پاتې وو.

"سټوپینډمي" کیشپ د "سالون ګاډي" په اندازه وو چې د امازون او اورینوکو سیند تر راڅرګندېدو مخکې د جنوبي امریکا په شمالي سیمو کې اوسېدلي دي.

د انځور حقوق PA Media
Image caption د کیشپ اندازه د انسان تر ونې لویه وه

د سټوپینډمي نر کیشپ مخکنۍ برخه کې دوه ښکر وو.

په ژورو کیندنو کې موندل شوې چې دوی له دښمن سره په جګړه کې له دغو ښکرو د غیشي په توګه ګټه اخیسته.

څېړونکو ویلي، دوی درې متره اوږد جسم او د کوزې ژامې یو هډوکی موندلی، چې د دغه کیشپ د خوراکي سیستم په اړه پر ډېرو شیانو پوهېدو کې یې مرسته کړې ده.

څېړونکي پر دې اند دي چې لوی سټوپینډمي کیشپ د سمندر ژورو او سیندونو کې د لویو تمساح ترڅنګ اوسېدلی او معمولاً کوچني حیوانات، بوټي، مېوه او دانې به یې خوړل.

د سټوپینډمي کیشپ دې لویې اندازې د نورو داړونکو حیواناتو پروړاندې له خپل ځانه دفاع کې مهم رول لوبولی دی.

د سټوپینډمي کیشپ د پاتې شونو په ځای کې د یوه لوی تمساح غاښ په کیشپ کې خښ شوي حالت کې هم موندل شوی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption کیندونکي د وینزوېلا اوروماکو سیمه کې په کیندو بوخت دي

ورته مطالب