د کورونا وېروس له امله د چین هوا پاکه شوې ده

بیجینګ

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا د فضايي څېړنو اداره "ناسا" وايي، د سپوږمکیو پر مټ اخيستل شوي انځورونه ښيي چې د کورونا وېروس له امله په چین کې د هوا ککړتیا کچه ډېره راکمه شوې ده.

ناسا ویلي، د دې ناروغۍ له امله اقتصادي فعالیتونه کم شوي او د هوا ککړتیا د کمېدو یو لا مل همدا دی.

د ناسا انځورونه ښيي چې په چین کې د ډای اکسیډ نایټروجن (هغه ګاز دی چې موټر او صنعتي ماشینونه یې تولیدوي) د تېر کال پر تله کم شوی او لامل یې دا دی چې په چین کې ډېرې کارخونې په ټپه درېدلې دي.

دا کار خانې په هغو سیمو کې دي چېرته چې د کورونا وېروس خپور شوی او د وېروس د مخنیوي لپاره کارخانو فعالیت بند کړی دی.

په چین کې شاوخوا ۸۰ زره تنه پر کورونا وېروس اخته شوي دي ، دې وېروس ۵۶ هېوادونو ته سرایت کړی خو پرې د اخته کسانو ډېر شمېر او له امله یې تر ټولو ډېره مړینه په چین کې ده.

ناسان وايي د ډای اکسیډ نایټروجن ګاز کچه لومړي په ووهان ښار کې چېرته چې لومړی ځل کورونا ویروس رامنځته شو، کمه شوې او بیا د چین په نورو سیمو کې هم د دې ګاز کچه راکمه شوې ده.

ناسا په چین کې د ۲۰۱۹ کال د دوه لومړیو میاشتو د هوا وضعیت د ۲۰۲۰ کال د دوه لومړیو میاشتو له وضعیت سره پرتله کړی.

په پایله کې ویل شوي چې په اقتصادي فعالیتونو او د موټر پر تګ راتګ د بندیز او د ملیونونه کسانو د قرنطین له امله د هوا ککړتیا کچه ټیټه شوې ده.

د ناسا یوې څېړونکي ویلي، دا لومړی ځل دی چې د هوا د ککړتیا په کچه کې په يوه ځانګړې سیمه کې دومره کموالی ویني.

دې ویلي په ۲۰۰۸ کال کې چې کله چې اقتصادي کړکېچ رامنځته شوی وو د ډای اکسیډ نایټروجن کچه را ټیټه شوې وه، خو دومره نه وو لکه اوس چې را ټیټه شوې ده.

ناسا ویلي لکه د نورو کلونو په څېر سږ کال په چین کې د نوي کال جشن ترسره نه شو، دا جشن د جنورۍ په وروستیو او د فبروري په لومړیو کې ترسره کیږي. او له دې امله هم د تېر کال پر تله د هوا په ککړتیا کې کمی راغی.