فېسبوک د خپلې ډیجیټلي سکې پر جوړولو 'بیا' غور کوي

Facebook had said it hoped to launch Libra in 2020

د عکس سرچینه، Getty Images

رپوټونه وايي، د ټولنیزې رسنۍ فېسبوک شرکت د اړوندو ادارو له مخالفت وروسته د خپلې ډیجیټلي سکې د پیلولو پر پلانو له سره غور کوي، خو د ټېکنالوژۍ په یوه ژورنال کې خپاره شوي رپوټونه وايي، کېدای شي فېسبوک د ډالر او یورو په ګډون د شته پولي واحدونو د ډیجیټل بڼو پر کارَونه لاس پورې کړي.

په رپوټونو کې راغلي د فیسبوک لیبرا بنسټ خپل نوی پولي واحد له پلان سره سم راوباسي.

په پام کې ده چې تراوسه دغه ساتل شوی پولي واحد به راتلونکی دوبی راووځي، په دې مانا چې له پخوانۍ اعلان شوې نېټې څو میاشتې وروسته به راووځي.

فېسبوک هغه پخواني رپوټونه رد کړي چې ویل یې، ښايي فېسبوک له لیبرا پولي واحد رایستلو تېر شي، خو فېسبوک وايي:"لا هم د خپلې دې پروژې مخته بېولو ته ژمن دی."

په لومړي ځل د تېرکال جولای میاشت کې د ډیجیټلي پولي واحد را ایستلو اعلان وشو، فېسبوک ویلي و، د پیسو د ورکړې د اسانچارۍ لپاره به لېبرا پولي واحد همکاري وکړي.

د لیبرا بنسټ کې نور شرکتونه هم برخه لري، خو ځینې شرکتونه بیا ترې وتلي دي.

په تېره اکتوبر میاشت کې په نړۍ کې لویو اقتصادونو خبرداری ورکړی و چې د لېبرا په نامه شفر لرونکي پولي واحدونه د نړیوال مالي سیسټم لپاره خطر دی.

فیسبوک تېر کال په همدې میاشت هم د خپل تاریخ له یوې لویې تخنیکي ننګونې سره مخامخ شوې و. د نړۍ په ډېرو برخو کې د دغه شرکت ځینو چوپړونو ته د کاروونکو لاسرسی پرې شوی و.

په خپله پر فیسبوک سربېره ددې شبکې اړوند مېسېنجر یا پیغام استوونکی او اېنسټاګرام هم له ګډوډۍ سره مخامخ شوي وو.

وروستی ځل دا شبکه په ۲۰۰۸ کال کې له ګډوډۍ سره مخ شوه هغه مهال چې یوازې ۱۵۰ میلیونه کاروونکي یې لرل.

د دې بې سارې تخنیکي ستونزې لامل په ډاګه نه شو.

همدارنګه وړم کال ۲۶م د جولای ۲۰۱۸ کال کې د فیسبوک شرکت ونډې له ۲۰ سلنو ډېرې وغورځېدې چې لامل یې د کارونو وده د دې خواله رسنۍ د پانګوالو له تمې کمه وه.

وروسته له هغه چې دغه شرکت په خپله وېبپاڼه کې له جعلي خبرو سره د چلن او د کارنو د خصوصي حریم د ساتلو له امله له منفي غبرګون سره مخامخ شو نو اعلان یې کړی و چې د جون میاشتې په پای کې یې دوه میلیارد و ۲۳۰ میلیونه فعال کارن لرل.

دا یې د ۲۰۱۷ کال پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښوده، خو په وروستیو دوو کلونو کې ډېر کم پرمختګ ګڼل کېده.