ټرمپ ولې سپوږمۍ کې کیندنې پیلول غواړي؟

چاند

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي چې هېواد یې سپوږمۍ کې د کانونو اېستل پیل کړي.

نوموړي یو داسې اجرايي فرمان لاسلیک کړی چې پکې ویل شوي امریکا له ځمکې بهر تشیال(فضا) کې د وسایلو د موندلو او د هغو د کارولو حق لري.

دې فرمان کې زیاته شوې، امریکا د تشیالي وسایلو د ترلاسولو لپاره تشیال ته د ګډې سیمې په سترګه نه ګوري او د دې وسیالو په هڅه کې له کوم نړیوال تړون اجازه اخیستلو ته هم ضرورت نشته.

خو پوښتنه دا ده چې دوی ولې سپوږمۍ کیندل غواړي، او ګټه یې څه ده؟

ژوند د ځمکې له پولو بهر

خبریاله ساره کروډاس- چې تشیال یې مسلک دی او دې برخه کې مطالعه کوي- وايي، سپوږمۍ کې کیندنې له انسان سره تشیال کې د مریخ په څېر کورو کې د نور سفر سره مرسته کوي.

د هغې په خبره، سپوږمۍ د تشیالي پټرولو مرکز جوړېږي، ځکه هلته د راکټ د سونتوکو لپاره د کارېدونکي هایدروجن او اکسېجن په څېر مواد شته:

"تشیال کې د پټرولو پمپ مطلب دا دی چې توغندي کې د سونتوکو د ختمېدو فکر کم شي او توغندی په تشیال کې نور مزل هم وکړي".

ساره له رادیو یونیوز بیټ سره خبرو کې زیاتوي: "مطلب دا چې کله ته په رخصتۍ ځې، نو له ځان سره د پخلنځي لاسمینځی نه وړې، موږ چې تشیال ته ځو، پکار نه ده چې د هر شي د وړلو ضرورت پاتې شي".

تشیال کې لرې لرې موندنې په دې مهمې دي چې هلته ډېرې داسې سرچینې شته چې زموږسیاري ته ګټه رسولی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

پوهاند بنجمین ساواکو وايي، د موسمي یا اقلیمي بدلون له امله نړۍ د نوېدونکې انرژۍ په لور روانه ده، ځکه د هغو سرچینو اړتیا شته:

"دا مهال چې زموږ سره څه سرچینې شته، هغه ختمېږي".

پوهاند بنجمین د سسیکس پوهنتون د انرژۍ پالیسۍ پوهاند یا پروفېسر دی او زیاتوي: "تشیال کې تر ډېره کانونه په برېښنا د چلېدونکو موټرو او توکو جوړولو کې ګټور تمامېدی شي، دا د چاپېریال د اوږدمهال لپاره ښه دي".

د هغه په خبره، "لیتیم یا کوبالټ په څېر فلزات چې تاسو ورته اړتیا لرئ تر ډېره په چین، روس او کانګو کې میلاوېږي، خو ترلاسول یې ګران دي".

نوموړی زیاتوي چې نړۍ کې له مختلفو اکمالوونکو د دې فلزاتو ترلاسول پېچلي ځکه دي چې هر یو جلا جلا اصول لري.

هغه وايي، سپوږمۍ کې د یوې هستې په توګه د کان کندل اسان دي.

ساره دا هم وايي، چې د ځمکې په کوره د کانګو په څېر ځایونو کې د دې توکو کیندل ډاروونکی حالت لري

خو بنجمین خبرداری ور کوي چې تشیال کې کان کیندلو سره به لنډمهال کې د ځمکې پر اقلیم کوم اغېز ونه شي.

د ولسمشر ټرمپ سپوږمۍ کې کندنو پرېکړې سره د نړۍ له نورو سیمو امریکا ته د کانونو رسول کمېږي.

بنجمین وايي، امریکا لوبه بایللې، ځکه چین او روس په څېر هېوادونه ترې مخکې دي:

"چین له خپلو کان کیندنو ترلاسه شوي توکي نړۍ ته تیاريوي".

د نوموړي په خبره، تشیال کې کان کیندل د ټرمپ په څېر خلکو ته ځکه جالب دی چې هلته چین لاسرسی نه لري.

د ولسمشر ټرمپ واکمنېدلو سره د امریکا او چین ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوې او ښاغلی بنجمین وايي، دا د ټرمپ لپاره د واک او ځواک زبادولو وخت دی.

قانون څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د ولسمشر ټرمپ فرمان کې راغلي چې تشیال کې د امریکا په هڅو کوم نړیوال قانون نه پلی کېږي، ځکه له ځمکې بهر چې انسان څه کوي، د هغه لپاره قوانین ډېر روښان نه دي.

خو ساره وايي، تشیالي قانون جوړېږي او دا داسې شی دی چې د وخت تېرېدو سره بدلېږي:

"کوم هېواد هم د سپوږمۍ د ملکیت دعوه نه شي کولی، خو اوس د سمندري قانون په څېر دی، چې ته هلته لاړ شې او هڅه وکړې، که ته ورسېدې نو هغه ځای ستا دی او ته کان وکنه".

بنجمین وايي، زموږ سیاره کې د اقلیمي بدلون له امله پر تشیال سترګې ښخول یوه مجبوري ده.

"پر ځمکه د ګړبړ نه وروسته هلته تګ کېدلی شي. د انسانیت د راتلونکي لپاره د بدیلې لار په توګه یوازنۍ پلې کېدونکې نظریه د تشیالي څېړنو او موندنو غوښتنه کوي".

ایا دا چاره زموږ په ژوندانه شونې ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images

ساره وايي، ټیکنالوجي پکې ښکېله ده، دې برخه کې پرمختګ هم چټک دی، ځکه ډېرې خصوصي کمپنۍ پکې ښکېلې دي:

"پخوا به دا کار د حکومتونو په مرسته کېده، خو د خصوصي کمپنیو او خلکو ښکېلېدلو سره پکې لېوالتیا ډېره شوې ده".

موږ سپوږمۍ کې د کان کیندلو، د ستورو د موندلو، او مریخ ته د انسان تللو په څېر ډېر لوی پرمختګونه ولیدل او دا ټول زموږ ژوند کې شوني دي.

خو بنجمین وايي، سپوږمۍ کې د کان کیندلو لپاره پر ځمکه د کان کیندلو په اوسني بهیر کې هم د پرمختللو تخنيکي وسایلو د کارولو اړتیا ده. ځکه چې سپوږمۍ ته د کاند کندلو وسیلې رسول ډېر سخت دي.

ځکه پکار ده چې اول په ګاز او د اوبو په تل کې اوسنیو کان کیندنو ته پرمختګ ور کړل شي او له هغه وروسته په نورو ځایونو یانې د سپوږمۍ پر سطحې کار کولو ته واستول شي.

دی دا هم وايي، چې سپوږمۍ کې کیندنې به لږ تر لږه له لس تر ۱۵ کلونو وخت وغواړي او بل دا چې راتلونکی یې په سرچینو او نورو عواملو پورې تړلی دی.

خو ساره وايي: له دې هرڅه سره سره دا به یو لوی کار وي. د سپوږمۍ لور ته وګوره، د اسمان په لوري ګورې. دا ټول انسان ته ښيي چې تر ځمکې لا مخکې تلی شي.