ملګرو ملتونو د ځنګلي ژویو د پېر او پلور د بندیدو غوښتنه وکړه

ژوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو د حیاتي تنوع د څانګې مشرې غوښتنه کړې چې د نړۍ لر او بر کې دې د ځنګلي ژویو د خرڅلاو مارکیټونه وتړل شي چې په راتلونکې کې د وبا د خپرېدو مخه ونیول شي.

الېزابیت ماروما مرېما بي بي سي ته وویل، د ځنګلي ژویو د پیر او پلور چاره ښايي د انسانانو روغتیا او د هغو ژویو موجودیت له ګواښ سره مخامخ کړي چې نسل یې د ورکېدو په حال کې دی:

پوهیږو چې په تېرو ۶۰ کلونو کې د هغو نویو ناروغیو زیاته برخه چې له ژویو سرچینه اخلي د بشري فعالیتونو له امله رامنځته شوې او له امله یې ځنګلي ژوي له انسانانو سره نږدې پاتې شوي او د ناروغیو د لېږد امکان یې ډېر کړی.

د مېرمن مرېما په وینا د همدې ستونزې له مخې اړتیا ده چې پرانستي مارکېټونه د قانون په چوکاټ کې ښه تنظیم کړل شي، پاک شي او د ځنګلي ژویو له ناقانونه سوداګرۍ سره یې تړاو پای ته ورسول شوي.

خو هغه وايي له دې هم سترګې نه شي پټېدای چې په نړۍ کې په ډېرو کلیوالو سیمو کې د اقتصادي او خوړو اړوند لاملونو له کبله د خلکو ورځنی ژوند پر همدې ژیو تکیه دی.

پرانستي مارکیټونه هغه دي چې د یوه چت لاندې وي او سابه او نور خواړه پکې پلور کیږي. په چین کې د دې ډول مارکیټونه ډېر دي.

په چین کې د لنډ مهال لپاره د ځنګلي ژویو په خوړلو بندیز لګول شوی.

دا ګام وروسته له هغه پورته شو چې په رپوټونو کې وویل شول چې د کورونا وېروس اوسنۍ نړیوالې وبا د چین په ووهان ښار کې له هغه مارکیټ سرچینه اخستې چې ژوندي ځنګلي ژوي پکې خرڅېدل.

خو تر اوسه داسې کوم غوڅ دلیل نشته چې وښيي په رښتیا هم د ووهان د ژویو د پلور دا مارکیټ د کورونا وېروس سرچینه ده.

نږدې دوه اونۍ وړاندې د چین شېنژن ښار د دې هېواد لومړی ښار شو چې پکې د سپي او پیشو د غوښې پر کاروبار او خوړولو بندیز ولګېد. .

د هیومن نړیواله بشري ټولنه وایي، په یو شمېر اسیایي هېوادونو کې هر کال نژدې دېرش میلیونه سپي د غوښې لپاره وژل کېږي.

خو چین کې د سپي غوښې خوړل دومره عام نه دي او ډېری وګړي یې وایي، هېڅ کله یې دا کار نه دی کړی او غواړي یې هم نه.

د شېنژن ښار چارواکو ویلي، سپیو او پېشوګانو د نورو حیواناتو پرتله له انسانانو سره ژوره اړیکه جوړه کړې ده او په پرمختللې نړۍ کې د دوی پر غوښه بندیز عادي خبره ده.‌

دوی وایي، د انساني تمدن د غوښتنو او روح له مخې هم دا بندیز اړین و.‌