څېړنه: ککړه هوا له کورونا وېروس د مړینې خطر لا ډېروي
دوه جلا څېړنې وایي چې ککړه هوا او د کورونا وېروس له کبله مړینې خپلو کې سره اړیکه لري
د دوه جلا نړیوالو څېړنو پایلې ښيي چې د هوا ککړتیا لوړه کچه ښايي د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله د مړینې خطر زیات کړي. د روغتیا نړیوال سازمان غړې ډاکټرې ماریا نیرا بي بي سي ته ویلي، هغه هېوادونه چې هوا یي ډېره ککړه ده، لکه د لاتیني امریکا، افریقا او آسیا ځینې هېوادونه، باید د کورونا وېروس ضد هلې ځلې زیاتې کړي.
خو د طب متخصصین وايي تر اوسه نه ده ثابته شوې چې ککړه هوا دې د کورونا وېروس له زیاتېدونکي ګواښ سره مخامخ اړیکه ولري.
خو ډاکټرې نيرا وایي:
"موږ به په دې سیمو کې د خپلو معلوماتو پر بنسټ د ځايي بنسټونو د ملاتړ لپاره د هغو ښارونو نقشه جوړه کړو چې هوا يي ډېره ککړه ده. په دې سره به دوی وکولی شي چې د وبا سره د مبارزې لپاره خپل پلان جوړ کړي. "
په امریکا کې د یوې شوې څېړنې پایله ښيي چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله په هغو سیمو کې ۱۵٪ مړینه زیاته وه چې له دې وبا څو کاله وړاندې یې هوا کې په زهرجن ذرات وو.
د هارورډ پوهنتون په رپوټ کې ویل شوي چې په عمومي توګه په ګڼ میشتو او په هغو سیمو او هغو ښارونو کې چې هوا یې ککړه ده، د کورونا وېروس مړینې له همدې وضعیت سره ربط لري.
یوه حېړنه د امریکا په هارورډ پوهنتون او بله په ایټالیا کې شوې ده
هوا کې کوچني زهرجن ذرات چې قطر یې د انسان د وېښته د قطر دېرشمې برخې په اندازه دی ، له دې وړاندې د تنفسي ناروغیو او د سږو د سرطان په ګډون له ځینو روغتیایي ستونزو سره تړلي بلل شوي وو.
د هارورډ پوهنتون د دې څېړنې بیا کتنه لا نه ده شوې، خو د میونیخ د لوډویج ماکسیمیلین پوهنتون د وبا پېژندنې د څانګې مشرې پروفیسرې انیټ پیټرز بي بي سي ته وویل چې دا موندنې له هغو موندنو سره ورته دي چې د سږو د التهاب سره د تړلې مړینې او رغېدنې په برخه کې شوې دي.
نوموړې وایي، دا څېړنه یوه له هغو لومړنیو څېړنو ده چې دا شکونه او فرضیه ثابتوي چې د کوویډ-۱۹ ناروغي ښايي د هوا په ککړتیا سره جدي کیږي.
د دې څېړنیز رپوټ چمتو کوونکی پروفیسر فرانسیسکا ډومینیکي وايي، هیله لري چې دا څېړنه به د هوا د لا ډېر ککړوالي مخه ونیسي، په تېره په داسې شرایطو کې چې اورېدل کیږي چې ځینې چارواکي د هوا ککړتیا اړوند قوانینو کې نرموالی راولي.
په دې برخه کې بله څېړنه د ایټالیا سینا او د ډنمارک ارهوس پوهننتونونو کړې ده.
دا څېړنې د ایټالیا په شمال کې د هوا د ککړوالي او د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله د مړینې ترمنځ د اړیکو د امکان خبره کوي.
د لومبارډي او ایمیلیا رومانګنا سیمو کې د مړینې کچه شاوخوا دولس سلنه ده، خو د ایټالیا په نورو سیمو کې د مړینې کچه څلور نیم سلنه ده.
د روتیا نړیوال سازمان وایي، هغه هېوادونه چې ککړه هوا لري باید کورونا وېروس لا جدي وګڼي
دا څېړنه چې په ساینس ډایرکیټ مجله کې خپره شوې ده زیاتوي چې د ایټالیا په شمال کې د هوا ککړوالي لوړه کچه باید په دې سیمه کې د مړینې د لوړې کچې د یوه اضافي لامل په توګه وپېژندل شي.
دغه راز نفوس، عمر او د روغتیا برخه کې بیلابېل سېسټمونه باید د وقایې په چاره کې په پام کې ونیول شي.
په ورته وخت کې په فلپین کې د اروايي روغتیا د ټولنې غړی سیزر بوګویسان وايي:
"زموږ لومړني معلومات ښيي چې په دې هېواد کې د کورونا وېروس له امله ټول مړه شوي کسان له وړاندې له روغتیايي ستونزو سره مخامخ وو، چې اکثره یې له ککړې هوا سره تړلې ستوزنې وې. "
د یادولو ده چې د روغتیا نړیوال سازمان وايي په نړۍ کې هر کال د ککړې هوا له امله شاوخوا ۷ ملیونه کسان مړه کیږي.
دغه راز د نړې له نوي سلنه زیات وګړي داسې سیمو کې اوسیږي چې د هوا ککړتیا یې د دې سازمان له خوا له ټاکلي حده اوښتې ده او ډېر یې په بې وزله هېوادونو کې دي.
د کورونا ټېسټ څنګه کېږي؟
د کورونا وېروس ټېسټ یا ازمېښت له انفلوینزا سره ډېر توپیر نه لري؛ اول بېلګه اخیستل کېږي وروسته پکې وېروس کتل کېږي، چې مالومه شي دا کس په کورونا اخته دی که نه. د ازمېښت لپاره د پوزې او حلق یا ستوني ترشحات(اوبه) ټولوي او لیبارټري ته یې لېږي چې وګوري د وېروس جنټیک مواد پکې شته که نه.