فېسبوک مسنجر خونو کې ۵۰ کسان هم‌مهاله بنډار کولی شي

فېسبوک

د عکس سرچینه، facebook

د عکس تشریح،

فېسبوک شرکت وايي، له پروګرام جوړوونکو سره یې په ګډه کار کړی چې بنډارخونو ته د نابلل شويو مېلمنو د ننوتلو مخه ونیسي.

فېسبوک د پیغامونو استولو کاریال یا مسنجر کې د ویډیويي اړیکو لپاره نوې امکانات ورزیات کړي چې خلک کوای شي په یوه وخت کې له پنځوسو کسانو سره ویډیويي اړیکه ولري.

د ګروپي اړیکو دغه اپشن په وټس اپ کې هم فعال شوی. اوس په ازمايښتي ډول برتانیا کې فعال شوی چې نورې نړۍ ته غځېدل به یې څو اونۍ وخت ونیسي.

کمپنۍ ویلي، دا پلان یې له ټاکلې نېټې مخکې عملي کړ، ځکه په وینا یې کورونا وېروس خلک په کور کېنولي او خلک ورته تر نورو وختونو ډېره اړتیا لري.

فېسبوک شرکت وايي، له پروګرام جوړوونکو سره یې په ګډه کار کړی چې بنډارخونو ته د نابلل شويو مېلمنو د ننوتلو مخه ونیسي.

د کورونا وېروس د خپرېدو له پیل راهیسې د وېډيويي بنډار کچه ډېره لوړه شوې ده. فېسبوک وايي، په مسنجر کې وېډیويي اړیکې له تېر کال راهیسې په کورونا ځپلو سیمو کې ډېرې شوې دي.

تر دې مخکې د "زوم" په نامه د کاریال کارن ډېر شوي، چې تر اپرېل میاشتې پورې یې د کارنو شمېر ۳۰۰ میلیونه کسانو ته رسېدلی و.

مایکروسافټ هم د "مایکروسافټ تیمز" په نامه اسانتیا رامنځ ته کړې چې په وړیا ډول ګټه ترې اخیستل کېدای شي.

فېسبوک د ډله ییز وېډیويي بنډار د دې اسانتیا رامنځ ته کولو اعلان د فېسبوک د اجراییوي مشر مارک زوکربرګ پر وېبلاک خپور شوی دی.

د عکس سرچینه، Facebook

د عکس تشریح،

فېسبوک شرکت له نورو پروګرام جوړوونکو سره اوس پر دې کار کوي چې ډله ییزو وېډیويي خونو ته د نابلل شویو کسانو د ورتګ مخه په بشپړه توګه ونیول شي.

"د زوم ماتول"

فېسبوک شرکت منلې ده چې د سیال "زوم" کاریال د جوړېدو له تېروتنو یې ډېر څه زدکړي دي.

"زوم" په وروستیو وېډیويي خبرو ته د نا بلل شویو کسانو د ننوتلو د مخنیوي لپاره لاس په کار شو، دا کار هله کېدای شي چې نا بلل شوي کسان د ځینو نورو کسانو ډله ییز وېډیويي بنډار ته ننوتل وغواړي.

د مسنجر تولیدوونکی مدیر سټیفن تین وايي، له دې ستونزې خلاصون د فیسبوک په لومړیتوب کې راځي.

فېسبوک شرکت له نورو پروګرام جوړوونکو سره اوس پر دې کار کوي چې ډله ییزو وېډیويي خونو ته د نابلل شویو کسانو د ورتګ مخه په بشپړه توګه ونیول شي.

په بل پرمختګ کې پر وټس اپ له څلورو کسانو اوس اته کسان وېډيويي بنډار ته اضافه کېدای شي.