ناسا غواړي لومړی ځل یوه ښځه سپوږمۍ ته ولېږي

ناسا سپوږمۍ ته د ستورمزلو بیا استولو هوډ کړی، خو دا ځل غواړي هلته پاټې شي

د عکس سرچینه، NASA

د عکس تشریح،

ناسا سپوږمۍ ته د ستورمزلو بیا استولو هوډ کړی، خو دا ځل غواړي هلته پاټې شي

د امریکا د فضايي څېړنو مرکز ناسا د ۲۸ بیلیون ډالرو په ارزښت هغه طرحه په ډاګه کړې چې له مخې يې غواړي تر ۲۰۲۴ کال د لومړي ځل لپاره یوه ښځينه ستورمزلې سپوږمۍ ته ولېږي.

دغه پروګرام ته 'ارټېمېس' نوم ورکړل شوی او په ترڅ کې يې ناسا یو سړی او ښځه د سپوږمۍ سطحې ته لېږي.

دغه اداره له ۱۹۷۲ کال راهیسې یاني شاوخوا ۴۸ کاله وروسته یو ځل بیا انسان هلته استوي.

خو دغه کار اوس د امریکا د کانګرېس په هوکړه پورې تړلی چې ناسا ته ۳.۲ بیلیون ډالر ورکړي.

تېر ځل ستور مزلي د اپولو په نوم په یوه فضايي بېړۍ کې سپوږمۍ ته تللي وو او دا ځل به د اريون په نوم بېړۍ کې هلته ځي.

دغه تشیالي یا فضايي بېړۍ به د اېس اېل اېس ډوله ځواکمن راکټ په زور فضا ته توغول کېږي.

د ناسا مشر جېم برایډېنسټېن ویلي، 'سپوږمۍ ته د ختلو پر دغه پروګرام به په راتلونکو څلورو کلونو کې ۲۸ بلیونه ډالر ولګېږي. چې پر اېس اېل اېس راکټ، اریون بېړۍ، د ستورمزلو پر ځانګړو کالیو او هلته د دوی تر رسېدو پورې ټول لګښتونه پکې شامل دي'.

د ښاغلي جېم په خبره، 'موږ چې په پارلمان کې د کومې بودیجې د ترلاسه کولو غوښتنه کړې، په هغې کې د ۲۰۲۱ کال لپاره پر سپوږمۍ د انسان د ښکته کېدو سيسټم لپاره ۳.۲ بیلیون ډالر هم شامل دي او دا ډېره اړینه ده چې موږ ته دغه پېسې راکړل شي'.

ناسا لا ډېرو پېسو ته اړتیا لري

د عکس سرچینه، LOCKHEED MARTIN

د عکس تشریح،

ستورمزلي د اوریون په نامه سپوږمکۍ کې سپوږمۍ ته ځي

د امریکا مشرانو جرګې یا سنا مجلس وار له مخه په دې برخه کې د شپږ سوه ميلیون ډالرو بودیجه منلې ده خو ناسا تر سپوږمۍ د خپلې فضايي بېړۍ او ستورمزلو د رسولو لپاره لا ډېرو پېسو ته اړتیا لري.

ښاغلی برایډېنسټېن وايي، 'زه په زغرده وایم چې موږ د امریکا د مشرانو جرګې منندوی یو چې په ګډه سلا يې سپوږمۍ ته د انسان د تلو اهمیت درک کړ او د ۶۰۰ ميلیون ډالرو ورکړه د دې خبرې شاهدي ورکوي. خو دا هم ريښتیا دي چې موږ د ۳.۲ بیلیون ډالرو غوښتنه کړې'.

په یوه نوي مستند کې د دغه پروګرام لومړی پړاو په ډاګه شوی چې ښکاري، تر انسانانو مخکې به د سپوږمۍ څنګ ته یوه تشه ارزمايښتي الوتنه هم وشي. دې ته بیا د 'ارمېټس۱' نوم ورکړل شوی او ټاکل شوې د ۲۰۲۱ کال په مني کې ترسره شي.

د ناسا د انساني ستورمزلو برخې مشره کیتي ليوډرز وايي چې ارمېټس۱ به هلته یوه میاشت پاتې شي او ټول سېسټم به و ارزوي چې کومه ستونزه ونه لري.

دا وايي، دغه ازمايښتي الوتنه هغو ستورمزلو ته خطرونه کمولی شي چې په 'امېټس۲' پرواز کې به سپوږمۍ ته خېږي.

په دغه پروګرام کې يوه بله ازموینه هم ورګډه کړای شوې ده چې له مخې به يې ستورمزلي سپوږمۍ ته تلونکې بېړۍ هلته پخپله سمبالوي چې له اېس اېل اېس راکټ نه په فضا کې بېله شي. دغه ټېسټ یا ازمېښت 'پراکزېمېټي اپرېشنز ډېمانسټرېشن' بلل کېږي.

پر تشیال د واکمنۍ پر سر د امریکا او چین سیالي

د عکس سرچینه، NASA

د عکس تشریح،

په تازه فارغو شویو ستورمزلو کې ۶ ښځې دي، ۵ کسان د ناسا دي او یو د کاناډا د فضايي اژانس دی.

اېس اېل ايس راکټ اوس خپل لومړني الوت ته د چمتو کېدو په حال کې دی چې را روان کال به يې وکړي.

دا به د ارمېټس فضايي بېړۍ لومړنی داسې سفر وي چې د اپولو ۱۷ تر الوت ۴۸ کاله وروسته انسانان سپوږمۍ ته لېږدوي.

ناسا بېلا بېلو شرکتونو ته ۹۶۷ میلیون ډالر ورکړي چې دغه پروګرام ورته ډيزاین یا طرحه کړي.

دغه اداره وايي، هڅه يې ده په راتلونکي کې پر سپوږمۍ د لا ډېرو څېړنو لپاره په ارمېټس فضايي بېړۍ کې داسې یو کمپ یا پنډغالی جوړ کړي چې انسانان هماغلته کار پکې وکړای شي.

د عکس سرچینه، NASA

د عکس تشریح،

اس اېل اېس توغندی، چې په پام کې ده لومړی ځل راتلونکی کال وتوغول شي

ساينسپوهان غواړي د سپوږمۍ له جنوبي قطب د اوبو او یخ نمونې تر لاسه کړي چې په راتلونکي کې د سپوږمۍ پر سطحه د راکټ لپاره سونتوکي ترې برابر کړي ځکه چې له ځمکې له ځانه سره د تېلو وړل ډېر لګښتي او ګران تمامېږي.

امریکا غواړي د دغه پروګرام په مرسته پر تشیال یا فضا خپل واک پياوړی کړي.

خو د دغه هېواد د ولسمشر مرستیال مایک پېنس د چین پر فضايي پروګرامونو اندېښنه څرګنده کړې.

چین د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ کې لومړنی ځواکمن اسیایي هېواد شو چې د سپوږمۍ سطحې ته يې یو روباټ ولېږه.

دغه هېواد اوس داسې يوه پروګرام ته ځان جوړوي چې له مخې يې غواړي د سپوږمۍ له سطحې ځينې نمونې ځمکې ته راوړي او څېړنې ورباندې وکړي.