د ډايناسورانو کيسه

د ډايناسورانو کيسه

د ډايناسورانو په اړه پرله پسې څېړنه کېږي، يو څه یې چې په اړه ويل کېدل، دا وو، دا لوی مخلوقات د منځه تلو پر لار وو، ورو ورو يې شمېر په کمېدو و، چې بيا ۶۶ ميليون کاله مخکې يوه اسماني ډبره له مځکه سره ولګېده او ټول له منځه لاړل. خو اوس داسې برېښي د شمېر کمېدو خبره یې سمه نه وه. يوه نوې څېړنه ښيي پر مځکه د ډايناسورانو ولکه لا هم ښايي پاتې وی، که هغاغه د اسماني ډبې ويجاړوونکې پېښه نه وی شوې.