بریتانیا د کورونا ضد واکسین تایید کړ

بریتانیا د کورونا ضد واکسین تایید کړ

دا به د کورونا وېروس لومړنی واکسین وي چې په نړیواله کچه د پېژندل شوي څار ادارې له تایید وروسته کارول کېږي. د دې واکسین ازمېښتي دورې پایلې ښيي چې تر ۹۵ فیصده اغېزمن دی او د بریتانیا درملو څار ادار وايي ډاډه دی چې واکسین خوندي دی. بریتانیا شلومیلیونو کسانو لپاره دا واکسین اخیستی دی او په راتلونکو څو میاشتو کې به مستحقو ته ورکول کېږي. د دې هېواد روغتیا وزیر مټ هنکاک بي بي سي ته وویل له راتلوونکې اوونۍ به په ډله ییز ډول خلکو ته د دې واکسین ورکول پیل شي. لومړیتوب به هغو ته چې ډېر په خطر کې دي ورکول شي. په بریتانیا کې د درمل جوړونکې امریکایۍ کمپنۍ فایزر اجراییه مشر وايي دوی ته تر ټولو ډېره مهمه د دې واکسین خوندي والی وو.