د ډیجیټل هنر له لارې پلور مې ژوند څنګه بدل کړ؟

  • ربېکا ترون
  • بي بي سي نړیوال سرویس
Alana Edgington

د عکس سرچینه، Alana Edgington

د عکس تشریح،

الانا چې د ډیجیټل انځورونو له لارې یې خپل ژوند بدل شوی دی.

هنروال د کرېپتوارت/ډیجیټلي هنر "فوق العاده او په چټکۍ د ودې حال کې نړۍ" له لارې د ډیجیټلي عکسونو په پلورلو سره دومره پیسې ګټي چې ژوند یې بدلولی شي.

د بيپل په نوم هنرمن په دې وروستیو کې د 'این ایف ټي' / د ملکیت الکترونیکي سند په مرسته د خپل یو هنري کار د پلورلو له لارې د ۶۹ میلیون ډالرو په لاس ته راوړلو سره د ډیجیټلي هنر برخه کې نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

"این ایف ټي" یو ځانګړی ډیجیټلي سند دی او دا ښيي چې پر خواله رسنۍ خپور شوی عکس، ویډیو او یا نور انلاین توکي د چا ملکیت دی.

د کرېسټيز په نوم د بریتانیا د بولۍ خونه وايي، دغه پلور هغه د "نړۍ په دریو ژوندیو با ارزښته هنروالو" کې راوست" - او کرېپتوارت داسې لار ده چې بې شمېره نور هم وايي د دوی ژوند یې "بدل" کړی دی.

'په ګوزاره مې ژوند تېراوه'

الانا اوس له خپلې کورنۍ سره سمندرغاړې ته نږدې کور ته کوچېدلې ده.

د عکس سرچینه، Alana Edgington

د عکس تشریح،

الانا اوس له خپلې کورنۍ سره سمندرغاړې ته نږدې کور ته کوچېدلې ده.

الانا اېډګنټون وايي د این ایف ټي د نړۍ په اړه تر پوهېدو وړاندې پورونو کې "ډوبه" وه.

هغې ټول عمر هنري کار کړی و خو ډاډه نه وه چې دې برخه کې خپل کړی کار رامخ ته کړي.

د دې پر ځای یې ټول پام د خپلو دریو ماشومانو په سترولو، په نورو مختلفو کارونو او د بڼوالۍ برخه کې په زدکړو او د سند په اخیستلو ورټول کړی و.

هغه وايي: "د ګڼو نورو خلکو په څېر مې ژوند په ګوزاره او د کرېډېټ کارت په پور تېراوه، په دې هم نه پوهېدم چې د سود له دې فاسدې کړۍ به څرنګه وځم."

الانا چې کله پوه شوه په روغني رنګ کړې انځورګري یې په انلاین ډول پلورلی شي، نو ټوله هیله یې دا وه چې که تر "۵۰۰ ډالر" ورته جوړ کړي.

خو د هغې د انځورونو په لومړۍ ټولګه بولۍ زرګونو ډالرو ته وختله او ۱۶ عکسونه یې په ۱۰۰ زره کاناډايي ډالرو (شاوخوا ۷۹ زره امریکايي ډالر) وپلورل شول.

هغه دا "خورا ښه" تجربه بولي.

نوموړې وايي "چې ومې لیدل خلک مې واقعآ هنري کار اخلي، دا راته نه باورېدونکې تجربه وه، تر اوسه هم ورته حیرانه یم."

The digital image of Alana's painting 'ETHical' sold for $22,000 Canadian dollars (about $17,490)

د عکس سرچینه، Alana Edgington

د عکس تشریح،

د الانا ډیجیټل انځور چې پر اولس نیم زره ډالر وپلورل شو.

الانا ۳۵ کلنه او د اونتاریو اوسېدونکې ده. دې بریا یې ژوند " بشپړ بدل" کړ.

بانکي پورونه یې خلاص کړل، د کالج لګښتونه یې وباسل او خپله کورنۍ یې له ښاره وتلې یوه څنډه کې ستر کور ته ولېږدول.

له ټولو د ستر او مهم کار وس یې هم وموند، چې هغه یې د ناروغ زوی 'رون' درملنې ته رسېدنه ده.

هغه هیله منه ده چې دا بریا به یې نورو ښځینه هنروالو ته هم 'این ایف ټي' نړۍ ته د لاسرسي لار هواره کړي، چې د نوموړې په وینا دمګړۍ پرې بشپړ نارینه واکمن دي.

الانا وايي: "دروازې پرانیستل شوې او بې پایه وړتیا موجوده ده. زه ژوند ته قطعآ له مثبت او لوړ لیدلوري ګورم. د زړه له مینې کار کوم او پیسې پرې ګټم. هیڅکله مې فکر نه کاوه چې دا کار به ممکن وي."

"قطعآ روښانه او لمرینه ورځ ده."

این اېف ټي څه شي دی او څنګه کار کوي؟

Beeple's work made the artist a record-breaking $69m

د عکس سرچینه، Beeple / Christie's

د عکس تشریح،

د بيپل په نوم هنرمن خپل یو هنري کار پلورلو سره ۶۹ میلیون ډالر وګټل

این ایف ټي یو ډول ځانګړی ډیجیټلي سند دی او دا ښيي چې په کرېپتوارت نړۍ کې د یوې هنري کاري ټوټې مالک څوک دی.

این ایف ټي د هر ډول ډیجیټلي توکي د مالکیت د ځانګړي سند جوړولو لپاره بېټکوین او نورو انلاین پولي واحدونو ته ورته ټکنالوجي کاروي.

په دغه سند کې دا مالومات نغښتل شوي وي چې دا هنري کار چا پنځولی، کله او په چا پلورل شوی دی.

په دې معنا چې دغه هنري کار هر څوک انلاین کتلی شي، خو یوازې هغه کس یې مالک ګڼل کېږي چې پېري یې.

دغه سند بیا بیا پلور کېدای او د څښتن نوم یې اړول کېدای شي.

خو د هنرتوکي فکري حقوق بیا هم هنروال او پنځونکي سره خوندي دي او هر ځل پلورل کېدو سره یې حق الامتیاز ترلاسولی شي.

"تش جېب وم، بیا مې ۲۵۰ زره وګټل"

داریوش وايي، خپل ډیجیټلي انځور پلورلو ارام ور کړ.

د عکس سرچینه، Darius Puia

د عکس تشریح،

داریوش وايي، خپل ډیجیټلي انځور پلورلو ارام ور کړ.

د ساینس فېکشن (علمي تخیلي) او 3D (درې بعدي) هنرمن داریوش پویا وايي د ملګرو تر لیدو چې خپل کارونه به یې په "لېونۍ بیه" پلورل او تر دې وړاندې چې دی پخپله هم د کرېپتوارت نړۍ وازمايي، "تش جیب" و.

هغه ۳۰ کلن او د جرمني له کارلسروهې دی.

نوموړی زیاتوي: "قطعآ غوښتل مې ورښکیل شم او خپل ارزښت مالوم کړم او وګورم چې څه ترې ترلاسولی شم. غټه تمه مې ترې نه لرله."

خو داریوش د باکا ارتس په نوم انلاین پلټفارم کې تر نوم لیکلو څو اوونۍ وروسته د پیسو ګتل پیل کړ.

‍د هغه لومړنی این ایف ټي، د اکروفوبیا (له ارتفاع وېره) په نوم ډیجیټلي تصویر په ۱۲ زره ۴۹۷ ډالر وپلورل شو.

نوموړی وايي: "ګونګ پاتې وم. دومره لوړه تمه مې ترې نه وه. خپلې ملګرې ته مې زنګ وکړ چې 'ګورې یې؟ ایا دا رښتیا دي؟'"

Darius' digital image Connections sold for $35,335

د عکس سرچینه، Darius Puia

د عکس تشریح،

د داریوش ډیجیتل انځور چې پر 35,335 ډالر وپلورل شو.

په لوړه بیه د داریوش د هنري کارونو پلورل کېدو دوام وموند او نوموړی دا ښه تجربه ګڼي.

هغه وايي: "شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې له مالي اړخه ستونزو سره مخامخ وم او اوس نږدې ۲۵۰ زره ډالر لرم. ځان سره په دې فکر یم چې که وغواړم څه ولرم، همدا اوس یې پېرلی شم او دا راسره له روحي اړخه ډېره مرسته کوي."

داریوش د خپلو ګټلو پیسو یوه برخه د رواني روغتیا خیریه بنسټونو سره بسپنه کړې ده.

'برابر فرصتونه راکړئ'

په کرېپتوارت کې یوازې انځورونه او تصویرونه نه پلورل کېږي - ارجنټایني هنرمن برونو ناسف پکې په بریالیتوب سره 'جي ای ایف' GIF هم پلورلي او پیسې یې هغه ځای ته د لمریزې بریښنا په برابرولو لګولې چې نوموړی پکې ژوند کو

هغه ۳۷ کلن دی او له ۱۵ کلنۍ هنري کارونه کوي.

نوموړی وايي دا فوق العاده او په چټکۍ د ودې حال کې نړۍ ده، چې د هنري توکو ټولوونکو، هنروالو او ګڼو نویو کسانو ته یې چې پخوا سره اړیکه کې نه وو، نړیوال لاسرسی برابر کړی.ي.

داریوش وايي، خپلې هیلې یې پوره کېږي.

د عکس سرچینه، Darius Puia

د عکس تشریح،

داریوش وايي، خپلې هیلې یې پوره کېږي.

له هند ۳۲ کلنه سایبر شکتي چې هنرمنه او عکاسه ده، له دې کبله 'این ایف ټي' ستايي چې نوموړې ته یې "د دوامداره مالي خپلواکۍ هیله وربښلې ده."

هغه وايي "په داسې حال کې چې د هنر دودیزه نړۍ د خوداموزه هنروالو په مخ د تړل کېدو خوا ته مایله ده، دا فضا موږ ته برابر فرصتونه راکوي. په شاوخوا ۵ میاشتو کې دلته ما ته وړاندیز له ۸۰ څخه په منځنۍ کچه ۸۰۰ ډالرو ته ورسېد."

این ایف ټي څوک پېري؟

سایبر شکتي تمه لري چې خپل ځواک سره انټرنېټ مات کړي.

د عکس سرچینه، Cyber Shakti

په کمبرېج پوهنتون کې د مالیې استاد راګوېندرا راو وايي په دې وروستیو کې این ایف ټي سره د لیوالتیا د لوړېدو لامل ښايي دا وي چې خلک د کورونا وبا پر مهال بهر پلورنځیو کې د توکو له پلورلو او د پیسو له لګولو کم خوند اخیستی ش

هغه تمه لري چې د هنروالو د این ایف ټي خرڅلاو به وغوړېږي خو ژر به له منځه ولاړ شي او یوازې هغه د یو څه مودې لپاره پاتې کېدای شي چې اوس یې د ده په وینا تقاضا لوړه ده.

نوموړی زیاتوي پخوا هم دا ډول کارونه بیا بیا تکرار شوي دي.

ښاغلی راو وايي: "ډېرې پیسې ګټلی شئ، خو څه تضمین یې نشته. ډېرې پیسې مو له لاسه هم وتلی شي."

برونو اېن اېف ټي ارجنټینا کې د خپل مېوې باغ له لارې پلوري.

د عکس سرچینه، Bruno Nacif

د عکس تشریح،

برونو اېن اېف ټي ارجنټینا کې د خپل مېوې باغ له لارې پلوري.

د این ایف ټي مینوال او د هنري توکو ټولوونکی نېلسن روهاربچ کرېپتوارت د هغو کسانو پر وړاندې 'پاڅون' ګڼي چې د ده په وینا "له هنروالو یې د ارزښت اخیستلو' هڅه کوله.

شیکاګو کې د بازارموندنې دغه ۲۶ کلن مدیر له جنورۍ راهیسې په کرېپتوارت شاوخوا ۲۰ زره ډالر لګولي او باورمن دی چې این ایف ټي د "پانګونې پیاوړی فرصت" دی.

دی وايي: "ما ته د هنرمنانو او د هغو کارونو ملاتړ ډېر ارزښت لري چې هنروالو ته له مالي اړخه ازادي وربښي او د خپلو کارونو د مالکیت د حق ساتل یې خوندي کوي."

نوموړی زیاتوي "دا سراسر له خطره ډک کار دی، خو چمتو یم چې دا خطر سل پر سله ومنم."