کورونا وبا کې ولې کم ماشومان وزېږېدل؟

د ماشومانو زیږون کم شوی
د عکس تشریح،

په امریکا کې په تېره یوه پیړۍ کې د ماشومانو زېږون تر ټولو ډېر کم شوی

د هغو لپاره چې فکر یې کاوه قرنطین به د واده شویو لپاره د دې لامل شي چې هغوی به د اولاد له زیږون پرته بل کار و نه لري، یو حیرانونکی خبر دی - د ماشومانو زیږون زیات نه بلکې کم شوی دی.

څېړنې ښيي چې په امریکا کې د ماشومانو زېږکچه (د زیږون کچه) په تېره یوه پیړۍ کې تر ټولو راکمه شوې ده او ور سره جوخت د اروپا په ځینو برخو کې هم دغه کچه تر پخوا ډېره کمه شوې ده.

کله چې فیدریک له خپلې مور او پلار سره د خپلو مشرانو د پالنې لپاره ولاړه، په پیل کې یې فکر کاوه چې دغه وبا ورته یوه ښه موقع ده چې له خپلې کورنۍ سره وخت تېر کړي.

خو څو میاشتې وروسته دغه ۳۳ کلنه جرمن نجلۍ په دې فکر کې شوه چې یوه څه یې له لاسه ورکړي دي.

فیدریک تر اوسه واده نه دی کړی او اوس ور سره دا فکر پیدا شوی چې دغې وبا یې هغه موقع اخیستې چې د خپل ژوند د ملګري په لټه کې شي او یوه کورنۍ جوړه کړي.

هغه وايي: "اوس راته وخت ډير ارزښتمن ښکاري او زما ژوند دریدلی دی."

هغې په انلاین ډول څو ځله د ګډ ژوند د پيل لپاره هڅه وکړه خو دا چې ژمی و او د تودوخې کچه تر صفر هم ښکته وه، دا هر څه د دې لامل شول چې هغه په خپلو هڅو کې ناکامه شي.

اوس د وخت په تېرېدو سره د هغې په احساساتو کې توپير راځي او فکر کوي چې که وخت په همدې ډول تېر شي نو ښايي یو وخت به ماشوم ونه زېږولی شي:

"زه په دغو کلونو کې چې ماشوم زېږولی شم، په کور د ننه ناسته یم. "

د هغوی لپاره چې د نفوس په اړه یې څېړنه کړې، د ماشوم د زېږون د کچې ټیټوالی یوه نوې نښه نه ده او نه ورته د حیرانتیا خبره ده.

د مریلنډ پوهنتون د ټولنیزو علومو استاد فیلپ ان کوهین وايي : "په دې سره چې دغه وبا څومره بده وه، زما لپاره د حیرانتیا خبره نه وه. "

"خو دا اوس حیرانوونکې ده چې په یو داسې وخت کې دغه یو څه رامنځ ته کیږي. "

د تېر کال په جون میاشت کې د امریکا متحده ایالتونو په بروکیینګز انستیتوت کې داسې اټکل وشو چې په امریکا کې به د زېږون کچه له درې لکو نیولې تر نیم میلیون ماشومانو پورې راټیټه شي.

په ورته وخت کې په اروپا کې یوې څېړنې وښوده چې په جرمني او فرانسه کې ۵۰ سلنه هغو کسانو چې غوښتل یې په ۲۰۲۰ کال کې ماشوم وزیږوي، له خپلې دغې غوښتنې تېر شول.

په ایټالیا کې بیا ۳۷ سلنه کسان له خپلې دغې نظریې تېر شوي وو.

د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره امریکايي مرکزونو راپور ورکړ چې په ډسمبر میاشت کې د ماشومانو د زیږون په کچه کې ۸٪ کموالی راغلی دی.

له ایټالیا لومړني مالومات ښيي چې د کال په پیل کې په دغه هېواد کې د ماشومانو د زیږون کچه ۲۱.۶٪ کمه شوې او اسپانیا بیا راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې د زیږون کچه له هغې مودې راهیسې چې دغه کچې ثبتېږي، تر ټولو ټیټه کچه ثبت شوې ده چې ۲۰٪ ده.

په ګوګل کې د لټون اصطلاحات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

مېرمن له خپل ماشوم سره.

په جرمني کې د ډیموګرافیکې څېړنې لپاره د ماکس پلانک انستیتوت کې جوشا ویلډ او د هغه ډله په دې نظر ده چې دغه کمښت او د دوی څېړنې ښيي چې دغه اغیز - لږ تر لږه په امریکا کې - ښايي تر څو میاشتو دوام وکړي.

دوی په امریکا کې د هغو اصطلاحاتو لټون ته ګوري چې په ګوګل کې لټول کیږي - لکه د مېندوارۍ د معایناتو اوځینو نښو په اړه د معلوماتو لټول.

دوی په اکتوبر میاشت کې وړاندوینه وکړه چې تر فیبروري میاشتې به د زیږون په کچه کې ۱۵.۲٪ کموالی وي.

اوس دوی ګوري چې دغه کمښت تر اګست میاشتې دوام کوي او که نه.

دا ښايي په تېره یوه سلیزه کې تر ټولو کمه کچه وي، ښايي د ۲۰۰۸ کال تر کموالي او ان ښايي په ۱۹۲۹ کې د نړیوالې اقتصادي سوړبازارۍ په پرتله به لا هم ډير دوام وکړي.

ویلډ وايي : "په ټول کې هغه څه چې موږ په دغه کموالي او وبا کې وینو هغه د زېږد کچې کموالی او بېرته راګرځېدل دي. "

"تاسو به فکر وکړئ چې دغه لومړۍ څپه به کله پای ته ورسیږي. ټول خلک به داسې وي، اه ماشوم، تاسو پوهیږئ، ټول هغه ماشومان چې موږ غوښتل ویې لرو هغه وخت له ځان سره واخیستل. "

خو دا ځل توپیر کوي. "هغه څه چې ماته ښکاري هغه د نه ځواب دی. خلک، که دوی صبر کوي، نو دوی واقعآ د ډير وخت لپاره انتظار کوي. "

او ښايي ځیني خو داسې پریکړه وکړي چې په ټول کې هيڅ ماشوم و نه غواړي.

دا د سټېو نظر دی. له تیرو دریو کلونو راهیسې هغه له خپلې میرمنې سره په همدې اړه بار بار خبرې اترې کړې دي.

د هغه ښځه بل ماشوم غواړي، د هغوی د دوو نارینه ماشومانو لپاره یوه کوچنۍ خور. هغه له دغې کورنۍ سره چې ټول پکې څلور کسان دي، خوښ دی.

هغه وايي: "نو هر کال زه له ورته ستونزو سره مخ کیږم. "

هغه څو ځله هڅه کړې چې خپلې مېرمنې ته قناعت ورکړي چې په نایجریا کې اقتصادي حالت د وړاندوینې وړ نه دی، خو هغه تر اوسه هم په دې نه ده قانع شوې:

"د لومړي ځل لپاره، د کویډ ۱۹ له امله، هغې ومنله چې په همدې قناعت کوي. "

د منځنۍ کچې جوړو لکه د سټېو او د هغه د مېرمنې لپاره، د ماشوم درلودل یو انتخاب دی خو نه د هر چا لپاره.

د جنسي او زیږون روغتیا لپاره د ملګرو ملتونو څانګه وايي د وبا له امله د نړۍ په ۱۱۵ هېوادونو کې نږدې ۱۲ میلیونه ښځې د کورني پلان له خدمتونو بې برخې شوې دي او په پایله کې یې ۱.۴ میلیونه ښځې په داسې توګه مېندواره شوې چې دوی نه غوښتل.

یواځې په اندونیزیا کې دولت وړاندوینه کړې چې د دغې وبا له امله به نیم میلیون ماشومان وزیږیږي.

د قرنطین په مهال، دولت په ښارونو کې د موټرونو پر سر له لګېدلو لاسپيکرونو د پیغامونو د خپرولو لپاره ګټه واخیسته.

په دغه پیغام کې ویل کېدل چې : "پلرونو، لطفا ځانونه کنټرول کړئ"

"تاسو کورواله کولی شئ، واده کولی شئ. خو مېندواره کیږئ مه"

د دغه هېواد د کورنۍ پلان جوړونې ملي اداره وايي، تر ۱۰ میلیونو کسانو له دې امله چې روغتیايي مرکزونو او درملتونونو ته یې لاسرسی نه درلوده، د مېندوارۍ د مخنیوي له خدمتونو بې برخې شول.

خو ولې امریکا او اروپا د زېږ کچې له کموالي سره مخ کیږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

یوه ښځه د مېندوارۍ معاینه کوي.

یوه نظریه دا ده چې د ماشومانو د زیږون د کچې د کموالي یو لامل دا دی چې په خلکو کې د جنسي اړیکو کچه راټیټه شوې ده.

په امریکا کې د اندیانا پوهنتون د کینسي انستیتوت یو راپور ښيي چې له ۴۰٪ خلکو سروې شوې او د دوی عمر پکې په پام کې نه دی نیول شوی. د دغه راپور له مخې، د وبا په مهال د دوی په جنسي اړیکو کې کموالی موجود و.

په چین کې یوې کوچنۍ سروې ورته پایلې وښودلې. په سویلي اسیا کې، یوې سروې زیږکچه کې کموالی و نه ښود.

د ماستریخت پوهنتون د ارواپوهنې او جنسپوهنې ښوونکې ماریک ډېویټي وايي، موږ باید له دغو څېړنو د پایلې په اخیستلو کې له احتیاط کار واخلو.

هغه وايي: "خلک په دې اړه یو بل غبرګون ښيي چې دغې وبا څرنګه د دوی پر جنسي اړیکو او د ژوند پر اړیکو اغیز کوي. "

"د ځینو خلکو لپاره رواني فشار جنسي میل ډیروي او د ځینو لپاره جنسي میل له منځه وړي. "

هغه څه چې ډير قناعت بښونکي دي دا دي چې د اقتصاد او ماشومانو تر منځ یوه پیاوړې اړیکه موجوده ده.

د تاریخ په اوږدو کې په بیلابیلو هېوادونو کې، پر اقتصاد باور او ډاډ د ماشومانو د زېږکچې د زیاتوالي لامل شوی او بر عکس اقتصادي بې باوري د دغې کچې د کموالي لامل شوې.

د زیږون د پلانونو په اړه یوې اروپايي څېړنې ښودلې چې په جرمني، فرانسه او بریتانیا کې هغه خلک چې د کرونا له امله په ډېرو ځپل شویو سیمو کې ژوند کوي، تر ډیره یې پریکړه کړې وه چې د ماشومانو د زیږون پریکړه وځنډوي.

په ورته وخت کې د شمالي اروپا یو شمیر شتمنو هېوادونو چې تر یوې اندازې یې کورونا کنټرول کړې وه، لکه نیدرلنډ، ناروې، ډینمارک، او فنلنډ راپور ورکړی چې په تیر ډیسمبر او جنوري میاشتو کې هلته د زیږکچه کې ډير لږ کموالی او یا هیڅ کموالی نه و رامنځ ته شوی.

"یوه لوړه بیه"

د عکس سرچینه، Getty Images

دا د ماشومانو د زېږکچې د کموالي په لور د هغه لوی بهیر یوه برخه ده - چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

په راتلونکي کې که د هغو خلکو شمیر کم وي چې عمر یې د کار کولو لپاره برابروي، نو په دې سره به د مالیو له امله د عوایدو کچه راټیټه شي او په ورته وخت کې به د تقاعد او بوډاګانو ته روغتیايي خدمتونو وړاندې کول ستونزمن شي.

د دغې ستونزې لپاره حل لارې شته - د مثال په توګه د تقاعد عمر باید لوړ وټاکل شي یا هم کډوالي باید وهڅول شي.

خو دغه موارد سیاسي ملحوظات لري.

ډېری هېوادونو هڅه کړې چې د ماشومانو زیږکچه لوړه کړي خو په دې برخه کې یې ډير لږ پرمختګ کړی. کله چې زیږکچه ټیټه شي، نو بیا ډېره ستونزمنه ده چې ښځو ته قناعت ورکړل شي تر څو نور ماشومان وزیږوي.

د پوهنتون ښوونکی فیليپ کوهېن وايي: "په ۲۰۰۹ کې له ډير کمښت وروسته، وضعیت بېرته یو څه ښه شو خو په هغه اندازه چې پخوا و، نشو. "

"په ځانګړي ډول په امریکا متحده ایالتونو کې زیږکچه هیڅکله خپل پخواني حالت ته نه ده رسېدلې. "

په دغه وضعیت کې، ښځې هغه مهال چې د ماشوم درلودلو فکر کوي، عمر یې ډیر شوی وي او هغه موده چې دوی ته باید قناعت ورکړل شي، ډيره کمه وي.

فیدریک احساسوي چې نور یې د ماشوم د زیږون لپاره وخت له لاسه ورکوي، خو په ورته وخت کې اوس هیله منه ده.

هغه فکر کوي چې ښايي د ماشوم زیږولو لپاره جنسي ستونزه ولري، - یا ښايي په ټول کې هیڅ و نشي کړای چې ماشوم وزیږوي او په دې سره هغې ته د کنټرول احساس پیدا شوی دی.

"زه په دې خوښه یم چې له زړو خلکو پالنه وکړم، خو دا زما لپاره واقعأ په لوړه بیه پریوځي. "