نړۍ کې تر ټولو کوچنۍ زېږېدلې ماشومه له روغتون رخصت شوه

یو ژوان

د عکس سرچینه، KWEK FAMILY

کوېک یو ژوان چې ګومان کېږي نړۍ کې به تر ټولو کوچنۍ زېږېدلې ژوندۍ پاتې ماشومه وي، د سینګاپور یوه روغتون کې تر ۱۳ میاشتنۍ درمنلې او کلکې روغتیايي څارنې وروسته رخصت شوې ده.

هغې د زېږون پر مهال د یوې مڼې په اندازه یعنې ۲۱۲ ګرامه وزن او ۲۴ سانتي متره ونه درلوده.

ډاکتران وايي کوچنۍ یو ژوان د مور د مېندوارۍ په ۲۵مه اوونۍ نړۍ ته راغلې وه.

تر دې وړاندې تر ټولو کوچنی ماشوم چې وزن یې د زېږون پر مهال ۲۴۵ ګرامه و، په ۲۰۱۸ کال امریکا کې زېږېدلی او ژوندی پاتې شوی و.

یو ژوان اوس څه باندې شپږ کیلو ګرامه وزن لري.

د سینګاپور د ملي پوهنتون روغتون چې دا نجلۍ پکې زېږدلې، ویلي د هغې "د ژوندې پاتې کېدو چانس ډېر کم" و.

د دغه روغتون لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "هغې د زېږون د مهال له روغتیايي پیچلتیاو سره سره د خپلې شاوخوا خلک له خپل استقامت او ودې سره متاثر کړل، او دا کار هغه د 'کوویډ-۱۹' د مهال پر یوې غېر معمولي ماشومې بدلوي - د ناخوالو منځ کې د هیلو وړانګه ده."

یو ژوان د روغتون بېلابېلو ماشینونو کې ساتل کې او د ژغورل کېدو لپاره ډول ډول درمل ورکول کېدل.

ډاکتران وايي هغې له روغتیايي اړخه ژر وده وکړه او اوس دې ته چمتو وه چې له روغتون رخصت شي.

خو ویل کېږي هغه لا هم د سږو مزمنه ناروغي لري او کور کې به تنفس لپاره مرستې ته اړتیا ولري.

د عکس سرچینه، NUH, SINGAPORE

ان پخپله د یو ژوان مور هم ځايي رسنیو ته ویلي د لور ژوندي پاتې کېدو حیرانه کړې ځکه تر وخت ډېره وړاندې زېږېدلې او ډېره کوچنۍ وه.

روغتون کې د دې نجلۍ دا اوږده درملنه پر هغو پېسو شوې چې د یوه کمپاین له لارې د خلکو لخوا ورته راټولې شوې وې.

د رپوټونو له مخې دغه کمپاین کې تر ۲۷۰ زره ډالرو ډېرې پېسې راټولې شوې.