سامسنګ د ګلکسي نوټ ۷ موبایل تولید "دروي"

Image caption ګلکسي نوټ ۷ په تېر اګست میاشت کې بازار ته راغی

امریکا کې د ټېلفوني خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو بټرۍ کې د ستونزې له امله د ګلکسي نوټ ۷ ځیرکو ټېلفونونو وړاندې کول درولي دي.

همداراز د سوېلي کوریا رسنیو ویلي؛ د سامسنګ شرکت د خپلو دغو موبایل ټېلفونونو تولید بند کړی دی.

خو د دغه شرکت چارواکو له بي بي سي سره خبرو کې دا خبره نه ده تایید کړې.

امریکا کې دوو شرکتونو اې ټي اېنډ ټي "AT&T" او "ټي – موبایل" ویلي؛ اوسمهال پېرودونکو ته نه ګلکسي نوټ ۷ ټېلوفونه ه ورکوي او نه یې بدلوي.

ددغو راپورونو تر خپرېدو وروسته د آسیا په بازارونو کې د سامسونګ شرکت ونډې څلور سلنه رالوېدلې دي.

سامسنګ په سپتمبر میاشت کې د ګلکسي نوټ ۷ موبایلونو لرونکو ته وویل چې کولی شي د تخنیکي ستونزو رفع کولو لپاره چې ښایي د احتمالي اوراخستنې لامل شي، خپل ټېلفونه بېرته وروګرځوي.

دغه شرکت وویل، ستونزه یې پېژندلې او حل کړې ده، خو وروسته له هغه هم لږ ترلږه دوه ځلې رپوټ ورکړل شوی چې رغول شویو ټېلفونونو اور اخستی دی.

سامسنګ ویلي؛ د نورو پېښو په تړاو څېړنه کوي.

تېره اونۍ د ګلکسي نوټ ۷ یو موبایل چې ددې شرکت لخوا خوندي پېژندل شوی و، د امریکا ساوت وېسټ هوایي شرکت په الوتکه کې اور واخست.

د ګلکسي نوټ ۷ ټېلفون د اګست په ۱۹ بازار ته راغی چې منتقدینو او مشتریانو یې ستاینه وکړه.

دا ټېلفون د سامسنګ وروستی تولید دی چې د لویې صفحې درلودو له امله فوبلټ بلل کېږي. فوبلټ د فون او ټبلېټ له کلمو اخستل شوې.

په دغه ټېلفون کې د سترګو کسي سکېنر لګول شوی چې د ټېلفون قلف د خاوند د سترګو په پېژندلو خلاصېږي.

خو ددې ټېلفون بټرۍ چې په بېلابېلو هېوادونو کې تولیدېږي، ځینې ستونزې راولاړې کړي چې لامل شوي پېرودونکي ورته دومره زړه ښه نه کړي.

ورته مطالب