چیلسي فوټبال لوبډلې د لوبغاړو یونیفورم لپاره نایکې سره ۹۰۰ میلیونه پاونډ ریکارډ جوړونکې هوکړه کړې

چیلسي د انځور حقوق Getty Images
Image caption چیلسي لوبغاړي به سږني موسم کې وروستی ځل د اډیډاس جوړ شوی یونیفورم اغوندي

چیلسي فوټبال لوبډلې د سپورتي کالیو تولیدونکي شرکت نایکې سره د خپلو لوبغاړو د یونیفورم لپاره یوه هوکړه لاسلیک کړې، چې د دغې لوبډلې په تېر کې دومره لویه سوداګریزه هوکړه بې ساري ده.

نایکي به د ۲۰۱۷ او اتلسم د لوبو له موسم سره سم د لندن دغې لوبډلې غړو ته د یونیفورم چمتو کول پیل کړي.

چیلسي په تېره مې میاشت کې ویلي و، چې د جامو له یوه بل چمتو کونکي شرکت اډیډاس سره شپږ کلنه هوکړه پای ته رسوي.

رپوټونه وايي دغه هوکړه به د راتلونکو ۱۵ کلونو لپاره هر کال د ۶۰ میلیونو پاونډه ارزښت ولري، خو چیلسي کلب د دغو پېسو کچې په اړه څه نه دي ویلي.

چیلسي مسوولین وايي دا ' خورا په زړه پورې او مهمه ' هوکړه ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له نایکې سره د کلب نوې هوکړه د جرمن شرکت اډیداس سره د دوی د پخوانۍ هوکړه دوه برابره ارزښت لري

نایکي به د کلب نارینه، ښځینه لوبډلو اکاډیمۍ غړو لپاره د کلب رسمي جامې او دغه راز د لوبډلې مینه والو لپاره تقلیدي جامې جوړوي.

د پریمیر لیګ نورو لوبډلو په څېر چیلسي هم غواړي مینه وال یې ډېر شي او په ځانګړې توګه یې په شمالي امریکا، ختیځه او سویلي اسیا کې له سوداګریز پلوه ځای ومومي.

نوی بازارونه

د چیلسي مدیر مارینا ګرانوسکایا وايي، موږ باوري یو، چې نایکې به نویو بازارونو موندنې کې له موږ سره مرسته وکړي او دغه راز به د نړۍ مهمو فوټبال کلبونو په منځ کې د خپل مقام ساتلو لړ کې له موږ سره مرسته وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نایکې به د چیلسي ښځینه لوبډلې غړو ته هم یونیفورم چمتو کوي

له نایکې سره د کلب نوې هوکړه د جرمن شرکت اډیداس سره د دوی د پخوانۍ هوکړه دوه برابره ارزښت لري، چې هغه هوکړه ۳۰ میلیونه پاوڼده وه.

د دوی سیالې لوبډلې مانچسټر یونایټیډ بیا ۲۰۱۴ کال کې له اډیډ‌اس سره د ۱۰ کلونو لپاره تر ټولو د ډېر ازرښت سوداګریزه هوکړه وکړه، چې ۷۵۰ میلیونه ډالره وه.