پاکستان په ۵۶ منډو له وېسټ انډیز لوبه وګټله

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یاسر شاه د سیالې لوبډلې د لوبغاړي ډیرن براوو په سوځولو سره لوبه د پاکستان په ګټه تمامه کړه.

په دوبۍ کې د لومړۍ ټېسټ لوبو پر پنځمه او وروستۍ ورځ پاکستان سیالې لوبډلې وېسټ انډیز ته د ۵۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

وېسټ انډیز ته د ورځې - شپې ټېسټ د ګټلو لپاره ۳۴۶ منډې هدف ټاکل شوی و، خو د ۲۸۹ منډو په جوړولو سره یې لوبغاړي وسوځېدل.

دا د پاکستان ۴۰۰ مه ازمېښت لوبه(ټېسټ لوبه) وه چې د ۵۶ منډو په توپیر سره یې ګټل د لوبغاړو لپاره له ویاړه ډک اېسي.

د پاکستان د کرکټ لوبډلې کپتان مصباح الحق بي بي سي ته ویلي، د پاکستان په تاریخ کې د څلور سوومې ټېسټ لوبې او په ګلابي توپ سره د لومړۍ ورځې-شپې ټېسټ لوبې ګټل ورته یادګاري شېبه وه.

نوموړی د یاسر شاه په ستایلو سره دا هم وايي، چې د لوبې د ګټلو لپاره یې لوبغاړو ډېر زیار اېستلی دی.

په دې سیالۍ کې د پاکستان د ۳۰۲ منډو جوړوونکي اظهر علي ګډون کړی و.

د دې پنځو ازمېښت لوبو لومړۍ دوه او وروستۍ یوه پاکستان او دوه سیالۍ هم وېست انډیز وګټلې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د وېسټ انډیز یو لوبغاړي ډیرن براوو په دې سیالۍ کې ۱۱۶ منډې جوړې کړې.

د وېسټ انډیز یو لوبغاړي ډیرن براوو په دې سیالۍ کې سلیزه پوره کړه.

نوموړي په لسو شپږیزو، یوې څلوریزې په مرسته ۱۱۶ منډې جوړې کړې.

د ډیرن براوو په دې منډو سره وېسټ انډیز لوبډلې د بري هیله لرله، خو پاکستاني لوبغاړي یاسرشاه یې توپ ونیو او ویې سوځاوه.

د دې ډلې بل لوبغاړي جانسن ۴۷ او کپتان هولډر ۴۰ منډې جوړې کړې.

د پاکستان په لوبډله کې محمد عامر د دریو ویکټو په اخیستلو سره د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی شو.

د دې ډلې دوو نورو لوبغاړو محمد نواز او یاسرشاه هم د سیالې لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption محمد عامر د وېسټ انډیز درې ویکټې ترلاسه کړې.