د فوټبال اداره د دې لوبې او مغزي ناروغیو ترمنځ تړاو مطالعه کوي

د انځور حقوق AFP
Image caption څېړونکي وايي، دوی معلومه کړې چې د لوبغاړو له خوا ۲۰ ځلې پر سر د توپ له وهلو وروسته "د دماغ کار کې کوچنی خو پاموړ بدلونون راځي".

په یوه څېړنه کې موندل شوې چې پر سر فوټبال وهل د ۲۴ ساعتونو لپاره د لوبغاړي د دماغ کار او یاد (حافظه) پاموړ اغېزمنولی شي.

څېړونکي وايي، دوی معلومه کړې چې د لوبغاړو له خوا ۲۰ ځلې پر سر د توپ له وهلو وروسته "د دماغ کار کې کوچنی خو پاموړ بدلون راځي".

په دودیز ډول په سر سره د توپ وهلو له امله له ۲۴ ساعتونو پورې د یاد کړه وړه د ۴۱٪ او ۶۷٪ ترمنځ کمېږي

د سټرلېنګ پوهنتون دا مطالعه په اې بایو میډیسن کې خپره شوې ده.

څېړونکو له داسې ماشین سره توپ وهلی چې د سر په څېر جوړ و، له یوې زاویې وهل کېده، دوی په ورته مهال له فوټبال لوبغاړو غوښتي چې ۲۰ ځلې توپ پر سر ووهي.

بیا د لوبغاړو دماغي کار او حافظې له دې تجربې مخکې او وروسته ازمویل شوی دی.

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption د فوټبال اداره هم وايي، چې د دې لوبې او دماغي ناروغیو ترمنځ ممکنه تړاو مطالعه کوي.

صنعتي ناروغۍ

څېړونکي وايي، تراوسه دا څېړي چې د فوټبال لوبې له بیا بیا کولو وروسته ایا په مغز کې بدلون لنډ مهال دی او که دماغي روغتیا ته اوږدمهالې پایلې لري.

د روان کال په مې میاشت کې د فوټبال ادارې وویل، دوی به د فوټبال او عصبي ناروغیو ترمنځ ممکنه تړاو مطالعه کړي.

دا اعلان د بریتانیا د لوېدیز بروم او نوتس سیمې د توپوهونکي جېف اسټل د کورنۍ له هڅو وروسته و. نوموړی پر ۲۰۰۲ کال د دماغي ضربې له امله مړ شو.

د هغه قانوني ډاکټر وايي، 'نوموړي څرمین توپونه په سر سره وهل، په دې دلیل یې ناروغي له صنعتي ناروغیو څخه وه. '

په سټرلینګ پوهنتون کې د عصبپوهنې پېژندونکی ډاکټر مګدلینا لیټسوارټ وايي، 'څېړنه په سپورت کې د مغزو زیان(صدمې) او د لېونتوب د زیاتېدونکي احتمالي خطر ترمنځ د تړاو درلودلو په هکله د "ډېرېدونکې اندېښنې" په رڼا کې شوې ده. '

د انځور حقوق SNS
Image caption د سکاټلېنډ د فوټبال ټولنې پخوانی اجرايي مشر ګورډن سمېت وايي، سکاټلېنډ باید په زلموټو کې په سر د توپوهلو د مخنیوي لپاره د امریکا لار خپله کړي

"ډېر داوطلب او مسلکي ټیمونه به له تمرین سره اشنا وي، موږ وموندله، چې په سر سره د توپ له وهلو وروسته سملاسي په مغزو کې احساس نه څرګندول ډېریږي او د یاد کار په ښکاره کمیږي. "

"که څه هم دا بدلون لنډمهالی و، خو موږ باوري یو، چې د عصابو روغتیا لپاره پاموړ دی، په تېره دا چې که بیا بیا پېښیږي لکه دوی چې دا کار په سر د فوټبال په وهلو سره کوي. "

"په نړۍ کې ګن شمېر خلک په دې لوبه کې ښکېل دي، خو مهمه دا ده چې دوی باید په دې وپوهېږي چې په دماغو کې څه پېښیږي او تلپاتې اغېز به یې ممکن څه وي. "

د سکاټلېنډ د فوټبال ټولنې پخوانی اجرايي مشر ګورډن سمېت وايي، سکاټلېنډ باید په زلموټو کې په سر د توپوهلو د مخنیوي لپاره د امریکا لار خپله کړي.

هغه زیاتوي:

' زما په اند دا باید له ټاکلي عمر ټیټو ځوانو لوبغاړو ته په پام کې ونیول شي. په فوټبال کې، د ځلموټو لپاره دا مهال توپ تر ډېره هوا کې وي، ځکه دوی کوچنیو اړخونو لوبې کوي. '

خو نوموړی وايي، که بیا یې فرصت وموند، بیا به هم په وردته توګه لوبه کوي: فکر کوم که بیا په همداسې سیناریو کې چې پر سر د فوټبال وهل کوم ډول ورانی رامنځته کوي، د لوبېدو فرصت راکړل شي، زه به بیا هم د لوبېدو پرېکړه وکړم.

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption .

د سټایر لینګ پوهنتون د روان پېژندنې څانګې پروفیسور لینډسی ویلسون په خبره 'په مغز کې د بدلون او پر سر د فوټبال وهلو تر منځ د تړاو په باب شک شته، خو دا پر سر د فوټبال وهلو سملاسي وروسته د ادراک او په عادي ډول د فعالیت نه کېدو برخه کې د بدلون ثبوت دی.

له پخوانیو څېړنو سره د اوسنیو ثبوتونو یو ځای کېدل داسې یو انځور رامنځته کوي، چې اندېښنې راپورته کوي. '

له نوموړي نه د دغې چارې او حافظې تر منځ د تړاو په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل، 'فکر کوم دغه اغیز، چې موږ یې اوس وینو لنډ مهاله دی او موږ باید په دې اړه نورې څېړنې وکړو، چې معلومه شي څه کېږي او دغه اغیزې به د څومره مودې لپاره وي. '

د روان پېژندنې یو بل ماهر ډاکټر انګوس هنټر په خبره: موږ هیله مند یو، چې دغه څېړنې به په راتلونکي کې د سپورت پر مهال د ټپي کېدو پېښو په څار او مخنیوي کې مرستندوی واوسي. موږ باید د اوږده مهال لپاره په هره کچه د فوټبال لوبغاړو روغتیا پالنې ته پام وکړو.

د انځور حقوق .
Image caption د سکاټلېنډ د فوټبال ټولنې پخوانی اجرايي مشر وايي، سکاټلېنډ باید په زلموټو کې په سر د توپوهلو د مخنیوي لپاره د امریکا لار خپله کړي.