کرېکټ: ظفر انصاري د انګلستان له لوري بنګله دېش لوبډلې سره مخامخیږي

د انځور حقوق Rex Features
Image caption انصاري ۲۰۱۵ کال کې د ګوتې ټپي کېدو له کبله لوبډله کې شامل نه شو

داسې احتمال څرګندیږي، چې د انګلستان د سري ښارګوټي سوکه سپینر کرېکټ لوبغاړی ظفر انصاري ښايي د جمعې په ورځ بنګله دېش سره د انګلستان دویمې او وروستۍ لوبې برخه شي.

نوموړی به د اف سپنر ګاریت باټې ځای ونیسي، چې د دغې لړۍ لومړۍ سیالي کې یې د ۱۱۶ منډو بدل کې ۴ وېکټې واخیستې.

انګلستان به له بنګله دېش وروسته هند سره د پنځو ټیسټ لوبو سیالۍ وکړي. بل لور ته د انګلستان کرېکټ لوبډلې کپتان الیسټر کوک ویلي، په لوبډله کې به سږ ژمی یو شمېر بدلونونه راوستل شي.

انصاري ۲۰۱۵ کال کې د کیڼې بټې ګوتې بې ځایه کېدو له کبله و نه توانېد د انګلستان ملي لوبډله کې شامل شي. د سږ کال مې میاشت کې د نوموړي ګوته یو ځل بیا ټپي شوه.

د بیرسټو ریګارډ

د انګلستان لوبډلې ویکټ ساتونکي بیرسټو بي بي سي ته وویل:

'' د هغه توپ غورځولو انداز او او کنټرول هغه څه دي، چې زموږ لوبډلې ته به ګټور وي. ''

بیرسټو خپله په لومړنۍ لوبه کې د یوه ویکټ ساتونکي په حیث یوه کال کې تر ټولو د ډېرو منډو ریکارډ جوړ کړ.

نوموړي د سږ کال اوږدو کې ۱۰۹۱ منډې جوړې کړې او دې سره یې د زمبابوې د اندې فلوور د ۱۰۴۵ منډو ریکارډ مات کړ، چې ۲۰۰۰ کال کې یې جوړ کړی و.

نوموړی په داسې حال کې، چې انګلستان لا هم شپږ نورې ټیسټ لوبې په مخ کې لري وايي، تر هغې چې کال پای ته نه وي رسېدلی په دې اړه حساب کول له وخته مخکې خبره ده:

'' سږ کال به نورې لوبې هم ولرو، زه ډېر خوښ یم، چې ښې ډېرې منډې مې وکړې او هیله کوم دغه لړۍ به دوام ومومي. ''