اظهر محمود د پاکستان کرکټ لوبډلې د توپ اچونې روزونکی وټاکل شو

د انځور حقوق Reuters
Image caption اظهر محمود به د پاکستان کرکټ له روزونکي مکي آرتر سره یوځای کار کوي

د پاکستان کرکټ بورډ پخوانی ال راونډر (بالر او بیټسمېن) اظهر محمود د دوو کلونو لپاره د پاکستان د بالنګ روزونکی ټاکلی دی.

ښاغلی محمود د متحده عربي اماراتو شارجې ته رسېدلی او له لوبډلې سره یوځای شوی دی. د هغه لومړنی مسوولیت به له اسټرالیا او نیوزیلېنډ نه لیدنه وي.

اظهر محمود د لومړي ځل لپاره د اسیا کپ او نړیوالو شل اورېزو لوبو کې د پاکستان د توپ اچونې (بالنګ) روزونکی و او هغه د انګلېنډ سفر په یو لړ لوبو کې دا مسوولیت ترسره کړی و.

۴۱ کلن اظهر محمود په ۲۱ ټسټ (څو ورځنیو) لوبو او ۱۴۳ یو ورځینو لوبو کې د پاکستان لوبډله کې لوبېدلی دی.

+ کرېکټ: پاکستان له ویسټ انډیز نه ټیسټ لوبه وګټله

+ کرېکټ: ظفر انصاري د انګلستان له لوري بنګله دېش لوبډلې سره مخامخیږي

له نړیوالو لوبو تر تقاعد وروسته نوموړی د خپل هېواد سیمه ییزو سیالیو او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د شل اوریزو سیالیو ټورنمنټونو کې لوبېږي.

نوموړي سږکال په فبروي میاشت کې د پاکستان په سوپر لیګ کې د اسلام اباد یونایټډ لوبډلې ته لوبه کوله.

اظهر محمود ته د شل اوریزو سیالیو متخصص ویل کېږي. هغه تراوسه په مجموعي ډول په ۲۳۰ شل اوریزو لوبو کې لوبېدلی خو ترټولو په زړه پورې دا ده چې هغه ته هېڅکله د کرکـټ په شل اووريزو نړيوالو سياليو کې د پاکستان لخوا د لوبيدو چانس ورنکړل شو.