په خوست او نورو ولایتونو کې کبډي لوبه بیا "غوړېږي"

Image caption دا ځايي لوبه د خوست په مرکز، اسماعیل خېلو ولسوالۍ او نورو سیمو کې کېږي.

د خوست په کلیو کې دود کبډي لوبه له تېرې یوه نیمې لسیزې راهیسې ورکه وه، خو په ورستیو څو کلونو کې یو ځل بیا دود شوې ده.

د اولمپیک ملي کمېټې چارواکي وایي، د دغې لوبې بیرته را ژوندي کول له هغه وروسته بیا پیل شول، کله یې چې په خوست کې د کبډي لوبې فدراسیون جوړ شو او دغه لوبه یې رسمي کړه.

د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټې چارواکي وايي، چې په هېواد کې د نورو پيژندل شویو لوبو په څېر کبډي لوبه هم پرغوړیدا ده او ورځ تربلې یې مینوال په زیاتېدو دي.

د خوست په مرکز او د دغه ولایت په اسمعیل خیلو ولسوالۍ او یو شمېر نورو سیمو کې د کبډي لوبې سیالۍ کېږي.

* د افغانستان موی تای لوبډله په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي

* خوست کې د فوټبال لیګ ته د غوره لوبډلو ټاکل

* د بنګله دېش په لیګ کې د نبي کم سارې لوبه

د ملي اولمپیک کمېټې د کبډي عمومي فدراسیون مشر او د اولمپیک ملي کمېټې مرستیال احمد فردین ضیایي وایي، چې دوی په څو ولایتونو کې د کبډي لسګونه لوبډلې لري او ملي لوبډله یې نړیوالو لوبو کې هم لوبېږي.

دی وایي، چې هر کال د هېواد په کچه په پلازمېنه کابل کې سیالۍ کېږي، چې خوست لوبډلې یې هم برخه وي: " د خوست لوبغاړي په دې بختور دي، چې دلته د کال څلور فصلونه د لوبو او تمرین لپاره مناسب دي او د دې ترڅنګ خوست ته د دې لپاره راغلو، چې دوی وارزوو او ویې هڅوو".

نوموړی وایي، خوست کې کبډي لوبه مخ په پراخېدو ده، ځکه د دغه ولایت ۳ لوبغاړي په ملي لوبډله کې دي او نړیوالو لوبو کې یې هم کډون کړی دی.

د احمد فردین ضیایي په خبره " زیاتره خوستي لوبغاړي له نویو تخنیکونو برخمن دي، ځکه مو د دوی له ډلې ځینې په افتخاري ډول نړیوالو لوبو ته استولي او کابل کې سیمینارونو ته رابللي دي."

Image caption د افغانستان اولمپیک کمېټه وايي، پر خوست سربېره په نورو سیمو کې هم دا لوبه لوبغاړي لري.

د کبډي وروستۍ دوستانه سیالي د خوست او لوګر ولایتونو د لوبډلو ترمنځ په خوست کې وه او خوستیانو وګټله.

د لوګر او خوست د کبډي لوبغاړي شکایت کوي، چې اړوند ادارې د دوی د ظرفیتونو لوړولو، د لوبغالو جوړولو او دوی ته د نويو او عصري تخنیکونو ورکولو ته پام نه کوي.

* خوست کې د ساتيرۍ ځايونه

* خوست کې د اولمپيک مینه وال

* د خوست ځاځي میدان په انځورونو کې

د لوګر د کبډي لوبغاړي مجتبا کاکړ او د خوست لوبغاړي ملنګي بي بي سي ته وویل، چې لوبه د ځان د روغتیا او همداشان د سولې پیغام د خپرولو او له تاوتریخوالي د کرکې د څرګندولو لپاره کوي او ځوانان هم رابولي چې خپل اصلي مسوولیت وپېژني.

د کبډي سیالیو ته ګڼ مینوال او نندارچیان هم راټولیږي او په شور او ځوږ سره یې بدرګه کوي.

د خوست او لوګر سیالۍ ته راغلي یو نندارچي عزیز خان بي بي سي ته وویل: "ډېرې لوبې دي خو کبډي مې ډېره خوښه ده. ډېر خوند ترې اخلم، کله چې د دغې لوبې ننداره وکړم، ذهن مې په دغه ویرجن هېواد کې د ډېر وخت لپاره ارام وي".

د خوست د کبډي لوبډله په نږدې راتلونکي کې د تمرینونو او په هندوستان کې له څو ځایي لوبډلو سره د د سیالیو په موخه دغه هېواد ته ځي.

Image caption د خوست او لوګر کبډي لوبډلو سیالي خوستیانو وګټله.

ورته مطالب