د شطرنج روسی اتل له برنډې لوېدلی او مړ شوی

Yuri Yeliseyev - Russian Chess Federation د انځور حقوق Ruchess.ru
Image caption یوري یلېسېو ۲۰۱۲ کال کې د کشرانو د شطرنج اتل شو او په ۱۷ کې یې د ترټولو تکړه لقب خپل کړی ؤ.

د روسیې د شطرنج ۲۰ کلن اتل، یوري یلېسېو وروسته له هغه ومړ چې ویل کېږي مسکو کې د یوه اپارتمان دولسم پوړ کې یې غوښتل له یوې برنډې، بالکنۍ، بلې ته واوړي.

د پېښې جزییات د شطرنج لوبې یوه بل اتل دانییل دوبوو خبرې رسنیو سره شریک کړل.

۹ کلن ماشوم د شطرنج لوبې د -استاد- لقب وګاټه

اسراییلو په نړیواله کچه ایران ته په شطرنج کې ماتې ورکړه

ویل کېږي ښاغلي یلېسېو د "پارکور " لوبې تمرین کاوه. پارکور ښاري سیمو کې هغه تمرینونه دي چې لوبغاړی له یوه بامه بل بام یا دیوال او کټارو ته اوښتلو کې ځان ننګوي.

د انځور حقوق Rossiya 24 TV grab
Image caption روسي تلویزیونونو رپوټ ورکړی چې،مرګ ته له دې برنډې ګوزار شو

دی ۲۰۱۲ کال کې د کشرانو د شطرنج اتل شو او په ۱۷ کې یې د ترټولو تکړه لقب خپل کړی ؤ.

پولیسو د Gazeta.ru خبري وېبپاڼې ته ویلي د دوی آزموینو کې د ښاغلي یلېسېو بر بدن داغونه ښيي چې د دولسم پوړ له برنډې لوېدلی وي.

ویډیو د يوګانډا يوه بېوزله نجلۍ څه ډول د شطرنج اتله شوه؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پارکور تمرین

د مسکو پیاتنېڅکويه سړک د لوړو او دنګو ودانیو سیمه ده.

د یوري یلېسېو پر مړینه د هغه د شطرنج ملګرو او د دغې لوبې مینه والو ژوره خواشیني څرګنده کړې.

اړونده مطالب