رونالډو ۴ ځل د کال غوره فوټبالر ویاړ او د سرو توپ جایزه وګټله

د انځور حقوق EPA
Image caption رونالډو له ټولو همکارانو او هغو خلکو مننه کوي چې د دغه ویاړ په ګټلو کې یې ور سره همکاري کړې ده.

د اسپانوي فوټبال کلب ریال ماډریډ پرتګالي لوبغاړي کریسټیانو رونالډو د څلورم ځل لپاره د غوره فوټبالر ویاړ او د سرو توپ( بالون ډي) وګټل.

نوموړي په دغه ډول ارجنټاینی لوبغاړی میسي مات کړ، خو بیا هم له میسي یو قدم وروسته دی، ځکه هغه تېر کال پنځم ځل دا نوم ګټلی و.

۳۱ کلن رونالډو په تېر غوره لیګ کې خپل کلب ته د بري په ترلاسه کولو کې ډېر مهم رول درلود.

نوموړي د ۲۰۱۶ یورو اتلولیو کې چې پرتګال بری ګټلی و، درې ګولونه کړي و.

رونالډ په ۲۰۱۶ کال ۴۲ لوبو کې ۳۸ ګولونه کړي او ۱۴ کې یې همکاري کړې ده.

کریسټیانو رونالډو په ۲۰۰۸، ۲۰۱۳، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کال غوره لوبغاړی او د سرو توپ ګټونکی دی.

* کریسټیانو رونالډو د اروپا ۲۰۱۵-۲۰۱۶ غوره لوبغاړی

* رونالډو ریل مډرېډ لپاره د ډېرو ګولونو ریکارډ برابر کړ

* رونالډو که مېسي: د ډېرو ګولونو رېکارډ به څوک مات کړي؟

ویل کېږي له ۲۰۰۹ راهیسې له رونالډو او میسي پرته بل دریم لوبغاړی د دې ویاړ او جایزې په ګټلو کې پاتې راغلي دي.

کریسټیانو رونالډو وایي، "ما کله هم دا فکر نه و کړی چې زه به څلور ځله دا ویاړ ګټم، زه خوشال یم، زه ویاړم او خوشالي کوم".

"زه دا چانس لرم چې له ټولو همکارانو، ملي لوبډلې، ریال ماډریډ مننه وکړم، له هغو ټولو خلکو او لوبغاړو چې د دغه ځانګړي ویاړ په ګټلو کې یې زما سره همکاري کړې ده".

د سرو توپ او ویاړ لپاره د نړۍ ۱۳۷ خبریالانو رایه ور کړې وه.

د انځور حقوق AP
Image caption رونالډو د میسي په ماتلو سره دا ویاړ ترلاسه کړ.

د سروتوپ جایزه د فرانسې فوټبال له لوري په ۱۹۵۶ کال پیل شوې، خو په تېرو شپږو کلونو کې فیفا هم ور سره شریکه وه.

مګر د روان کال په سپټمبر کې فیفا دا شراکت ختم کړ.

فیفا د کال غوره لوبغاړی، لوبغاړې او غوره لوبډلې جایزه ور کوي.

دا مراسم په زیورخ ښار کې د جنورۍ په نهمه جوړېږي.