د افغانستان کرېکټ بورډ "مشر بدلېږي"

نیسم دانش

د عکس سرچینه، FB

د عکس تشریح،

په دې وروستیو کې پر نیسم دانش او شفیق ستانکزي دوو لوبغاړو نیوکې کړې وې چې دوی یې په قصدي ډول ګوښه کړي دي

یوې سرچیني بي بي سي ته وویل چې د کرېکټ بورډ د مشر نیسم دانش پر ځای نوی مشر ټاکي. دغه سرچینه وايي چې تر اوسه له درو کاندیدانو سره د دې دندې لپاره مرکې شوي.

ویل کېږي چې په دغو کاندیدانو کې عاطف مشعل، مشتاق رحیم او رحمت الله قریشي شامل دي.

تر اوسه نسیم دانش په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د افغانستان وتلي لوبغاړي شاپور ځدراڼ د کرېکټ بورډ پر مشر نیسم دانش او اجراییه مشر شفیق ستانکزی نیوکې وکړې چې دوی ورسره سم چلن نه کاوه او په قصدي توګه یې ګوښه کړی دی.

په یوه مرکه کې شاپور ځدراڼ تور پورې کړ چې ښاغلي شفیق او ښاغلي دانش ترې غوښتي چې پر ټولنیزو شبکو د دوی ستاینه وکړي او که نه قرارداد به ترې واخیستل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د شاپور ځدران له نیوکو او تورونو وروسته د کرېکټ بورډ چارواکو وویل چې د نوموړي فیزیکي وړتیا سمه نه او په لوبه کې یې ګډون نه کو ځکه د کمیټې لخوا نه و ټاکل شوی.

له دې مرکې وروسته یو بل لوبغاړي شفیق شفق هم یو شمېر رسنیو ته وویل چې د کرېکټ بورډ دغه چارواکي د لوبغاړو سره سم چلن نه کوي او دوی په بېلابېلو خبرو ګواښي.

خو د کرېکټ بورډ چارواکي دغه تورونه بې بنسټه بولي او وايي چې د لوبغاړو ټاکل د یوې کمیټې کار دی نه د کرېکټ بورډ مشر او یا اجراییه مشر.

د شاپور ځدراڼ په ملاتړ په ټولنیزو رسنیو کې ډېر غبرګونونه خپاره شول.

څو ورځې وړاندې اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال چې پخوا یې د وزارت تر څنګ د کرېکټ بورډ مشري هم کوله په خپل فېسبوک لیکلي وو "نسیم الله دانش او شفیق ستانکزی دواړه له نږدی پېژنم. دواړه تکړه با احساسه ځوانان دي. د کرېکټ د ودی او پراختیا لپاره یې په خپل وار په اخلاص منډې وهلي چې ستاینه یی باید وشي. لیکن اوس د شته اختلافاتو له کبله د دوی پاتی کېدل په خپلو اوسنیو دندو په هېواد کی د کرېکټ په زیان وینم."

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

زاخیلوال: زما مشوره دواړو ته داده چې اوس یې وخت دی چې له صحنې د باندې په بل ‌‌‌‌‌‌ډول د کرکټ ملاتړي پاتي شي.

نوموړي ویلي وو چې په دې اړه یې له ولسمشر غني سره هم خبرې کړي دي.

تر اوسه کره معلومات نه شته خو داسې ویل کېږي چې ښايي راتلونکې اوونې کې نوی مشر وګومارل شي.