د کرېکټ بورډ د مشرتابه بدلون حل لاره ده؟

د انځور حقوق ACB
Image caption د کرېکټ بورډ د مشر نسیم دانش د لرې کولو غوښتنې هغه مهال پر ټولنيزو شبکو مطرح شوې چې د دې لوبډلې يوه غړي شاپور ځدراڼ په یوه تلويزوني مرکه کې د دغه بورډ پر مشرتابه نيوکې وکړې.

نسيم دانش نه لومړى او نه هم ښايي وروستى کس وي چې د افغانستان د کرېکټ بورډ له مشرتابه ليرې کېږي.

دا به هم لومړى ځل نه وي چې له ليرې کېدونکي کس څخه چا ونه پوښتل چې شکايتونه درڅخه پر ځاى و که بې ځايه.

پرله پسې وينو چې د افغانستان د کرېکټ بورډ له مشرتابه کسان د دولتي چارواکو په خوښه، کله د ولس له شکايتونو وروسته کله د لوبغاړو د خپل منځني کمپاينونو په مرسته ليرې کېږي او نوي ورته ټاکل کېږي.

عاطف مشعل د کرېکټ بورډ مشر وټاکل شو

د افغانستان کرېکټ بورډ "مشر بدلېږي"

د افغانستان د کرېکټ تاريخ ته که ځير شوو له هغه پيله د مشرتابه په سر لانجې وې. الله داد نوري په ١٩٩٧ کال کې د کرېکټ فدراسيون جوړ کړ. بيا تاج ملوک عالم مشر شو. الله داد بيا راستون شو. تاج ملوک بيا پر ځاى شو.

وروسته چې له فدراسيونه خبره بورډ ته شوه د هغه وخت افغان ولسمشر حامد کرزي غوره وبلله چې د کابينې يو وزير يې سرپرست شي چې له بورډ سره مالي مرسته وکړي.

هغه وخت د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخېلوال ته دا دنده وسپارل شوه. اوس د بهرنيو چارو مرستيال حکمت خليل کرزى يو له هغو چارواکو دى چې په کرېکټ بورډ هم پام کوي.

د انځور حقوق ACB
Image caption د افغانستان کرېکټ بورډ د رسنيو په تالار کې د يوې غونډې په ترڅ کې شکرالله عاطف مشعل د کرېکټ بورډ د نوی مشر په توګه معرفي شو.

ډېر کله د لوبغاړو د غوراوي په سر لانجه وي، کله بيا خپلمنځي او د څوکۍ په سر مشکل وي چې شکايتونه په کمپاينونو بدل شي او بالاخر "سرپرست" سياستوال اړ شي چې د بورډ مشرتابه کې بدلون راولي.

نسيم دانش ته چې د بورډ مشري وسپارل شوه چا دا ونه ويل چې د پخواني مشر خطا څه وه او يا چا له پخواني مشره و نه پوښتل چې که کومه خطا يې وه د هغې سپيناوى څه و؟

عاطف مشعل اوس د نسيم دانش پر ځاى د بورډ مشر ټاکل شوى دى. ښاغلى مشعل د څو کسانو په ډله کې انتخاب شوى دى. د ټاکنې بهير يې په دې ښايي شفاف وبولو چې سيالي وه او دوى په کې بريالي شول.

دا ښه خبره په دې ده چې اقلآ يو چا د خپلې وړتيا له امله دنده وموندله. خو که سبا دوى هم له کاره گوښه کېږي غوره به دا نه وي چې د ليرې کېدا د دليل په وړاندې د دوى اړخ هم واورېدل شي؟

د نسيم دانش په وړاندې د خواله په رسنيو کې له ډېره وخته منفي خبرې خپرېدې. زه دا نه وايم چې هغه خبرې به سمې وې يا ناسمې خو د خواله په رسنيو کې د هرې خبرې سپيناوى اسانه نه دى.

د کرېکټ بورډ او هغو چارواکو لپاره چې د دغه بورډ لپاره مشران ټاکي ښايي غوره دا وي چې پر داسې يوه مېکانيزم کار وکړي چې هر شکايت په کې واورېدل شي.

د انځور حقوق ACB
Image caption د کرېکټ بورډ مشر د دریو کلونو لپاره غوره کېږي، چې کارونه یې هر کال د کرېکټ بورډ بنسټ له خوا ارزول کېږي.

که سبا کوم لوبغاړى، د فېسبوک يو کارونکى او يا هم بل کس د ښاغلي مشعل له کاره شکايت کوي بايد سملاسي د هغه د ليرې کېدا خبره نه وي بلکې پلټنه او څېړنه دې وشي چې شکايت کوم حکايت لري که حقيقت.

په کرېکټ بورډ کې پرله پسې بدلونونه ښايي د کرېکټ نړيوالې شورا ته دا احساس ورکړي چې افغانان لا تر اوسه د خپلو چارو په سمبالولو او تنظيمولو کې ستونزې لري. دا احساس ښايي د بشپړ غړيتوب لرلو هيلې ته گوزار ورکړي چې افغانان يې له ډېره وخته لري.

په افغانستان کې يوازې کرېکټ نه دى چې له دې حالت سره مخامخ دى. په فوټبال، نورو فدراسيونونو او ان د اولمپيک په فدراسيون کې هم پرله پسې د مشرتابه په سر لانجې راپورته شوي. دا حالت بې له شکه چې پر لوبو او لوبغاړو هم اغېز شيندلى شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب