د هندي کرېکټ لوبغاړي شامي د مېرمن پر کاليو بحث

شامی د انځور حقوق Twitter
Image caption شامي د خپلې کورنۍ عکسونه د ښو یادونو په پار خپاره کړي ول.

هندي کرېکټ لوبغاړي محمد شامي د ټولنیزو رسنیو پر هغو کاروونکو نیوکې وکړې چې د ده مېرمن ته یې د کالیو د اغوستلو پر بڼې سپکې سپورې لیکلې وې.

شامي د یکشنبې پر ورځ د خپل مېرمنې عکس پر فېسبوک او ټوېټر کېښود او ویې لیکل "ښکلې شېبې ".

خو ځینو کاروونکو ورته ولیکل چې اسلام دې له پامه نه غورځوي او "حجاب او سترلرونکې جامې واغوندي ".

-ډېرې ويډیويي لوبې او بربنډ فلمونه کتل تاوان لري-

په هندي مجله کې د پاکستانۍ هنرمندې بربنډ تصوير

'ایران کې ولې پر حجاب سربېره جنسي ځورونې ډېرې دي؟'

د کرېکټ لوبغاړي بیا د دوشنبې پر ورځ پر ټوېټر ولیکل "پوهېږم د خپلې کورنۍ په اړه څه وکړم او څه ونه کړم ".

ځینو لیکلي ول چې شامي "دې وشرمېږي چې خپله مېرمن یې پرې ایښې چې بربنډ کالي واغوندي ".

شامي په ځواب کې ورته لیکلي ول چې " مېرمن او ماشومان مې زما د ژوند هملارې دي، زه ښه پوهېږم چې هغوی ته څه وکړم او څه ونه کړم. (د چا د پېژندلو لپاره) موږ ټول باید دننه (د انسان زړه ته) وګورو چې څومره ښه دی ".

د بل کرېکټ لوبغاړي محمد کیف په ګډون ځینو نورو کسانو د ښاغلي شامي پر ټولنیزې شبکې د یو شمېر کاروونکو "له شرمه ډکې څرګندونې " غندلي.

د انځور حقوق Twitter
Image caption محمد کیف: دغه څرګندونې له شرمه ډکې دي. د محمد شامي ملاتړ وکړئ. دې هېواد کې ډېر لویې مسلې شته. تمه ده درک بریالی شي.
د انځور حقوق Devvrat Tiwari
Image caption دېورات تیواري: بېخي همداسې ده، هغه ستا مېرمن ده او هېڅوک د مفت وړاندیز حق نه لري.

هند کې پر پېژندلو شوو څېرو ډېری مهال ورته ګوزارونه کېږي او کله نا کله ګواښل کېږي هم.

د حجاب شرط له کبله د هندۍ لوبغاړې نوم له سیالیو بهر

نیویارک کې د حجاب فېشن اونۍ

حجاربي- هغه نانځکه چې حجاب لري

د انځور حقوق Mohammed Shami
Image caption محمد شامي د هند لپاره تر شلو ډېرې لوبې کړي.

تېره اوونۍ د ټوېټر ځینو کاروونکو د بالیووډ ستورې کارینا کپور او سیف علي خان ته هم دې ته ورته سپکوونکي پیغامونه لیکلي وو، ځکه چې هغوی د خپل نوي زېږېدلي ځوی نوم تیمور ایښی دی.

اړونده مطالب