'د کندهار کرېکټ لوبغالی غیر معیاري دی'

د انځور حقوق F
Image caption د کرېکټ بورډ نوي مشر د ملي لوبډلې له څلورو لوبغاړو سره هلمند او کندهار ته تللی و.

د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي وایې، په کندهار کې د هندوستان په مالي مرسته رغېدونکی کرېکټ لوبغالی غیر معیاري او ګڼې تخنیکي ستونزې لري.

دغه څرګندونې د کرېکټ بورډ نوي مشر له څلورو لوبغاړو سره کندهار ته د خپل سفر پر مهال کړې.

چارواکي وایي د هغه پلان له مخې چې په افغانستان کې به د کرېکټ پنځه معیاري اکاډیمۍ رغول کېږي، پیل به له کندهار څخه وکړي.

له کندهاره مامون درانی وايي، د افغانستان د کرېکټ بورډ نوي مشر عاطف مشعل په کندهار کې د کرېکټ د نوي رغېدونکي لوبغالي د پروژې کارونه له تخنیکي اړخه ناسم وبلل.

د ښاغلي مشعل په خبره، د دغې پروژې چارې له نړیوالو معیارونو سره سمې نه دي او ژمنه یې وکړه، چې پروژه کې به اصلاحات راولي او کار به یې په جدي توګه څاري.

د کرېکټ دغه لوبغالی د هندوستان د یو میلیون ډالرو مرستې په لګښت جوړیږي، چې شاوخوا ۹۰ سلنه کار یې بشپړ شوی دی.

په لوبغالي کې د ننداره کوونکو لپاره د معیاري چوکیو پر ځاي کانکریټي زینې رغول شوې دي.

ښاغلي مشعل وویل، په افغانستان کې د کرېکټ د پنځه معياري اکاډيميو رغولو پيل به له کندهاره وکړي.

د کریکټ بورډ د تېرو کلونو بودیجوي لګښت پلټل کېږي

د کرېکټ بورډ نوي مشر د ملي لوبډلې د څلورو لوبغاړو اصغر ستانکزي، محمد نبي عیسي خيل، ګلبدين نايب او نجیب الله ځدران سره هلمند او کندهار ته تللی و.

چارواکو او لوبغاړو په هلمند کې د وروستیو جګړو له کبله پر بې ځایه شویو کسانو مرستي هم وویشلې.