د هند کرېکټ لوبډلې کپتان ام اس ډوني استعفا وکړه

دھونی د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډوني په ۱۹۹ یو ورځینو او ۷۲ شل اوریزو لوبو کې د هند لوبډلې کپتان پاتې شوی دی

د هند کرېکټ بورډ اعلان کړی چې مهندر سنګ ډوني د محدودو - اورونو په لوبو کې د کپتان په توګه له خپلې دندې استعفا کړې ده.

بورډ د چهارشنبې په ورځ له دې اعلان سره سم وویل؛ د ډوني د استعفا هدف دا دی چې هغه به روانه میاشت کې د انګلستان پروړاندې یو ورځینو او شل اوریزو نړیوالو لوبو کې د هند لوبډلې مشري ونه کړي.

د هند کرېکټ بورډ (آی سي سي بي) لخوا خپرې شوې وینا کې ویل شوي؛ "مهندر سنګ ډوني بورډ ته ویلي چې هغه غواړي په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې د هند کرکټ لوبډلې له کپتانۍ استعفا ورکړي."

وینا کې راغلي؛ ډوني د ټسټ لوبو له کپتانۍ لا له وړاندې استعفا کړې ده، نو په دې توګه به هغه د انګلستان پرخلاف راروانو سیالیو کې د لوبغاړي په توګه په لوبډله کې پاتې شي.

ډوني د محدود اورونو کرېکټ کې د یوې اوږدې مودې لپاره د هند لوبډلې مشري وکړه او په دې موده کې نوموړي نه یوازې په ۱۹۹ یو ورځنیو او ۷۲ شل اوریزو لوبو کې د کپتان په توګه دنده ترسره کړه، بلکې په ۲۰۱۱ کال کې دده په مشرۍ لوبډلې د دویم ځل لپاره نړیوال جام اتلولي وګټله.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ام اس ډوني د هند کرکټ لوبډلې د بریالیو لوبډلمشرانو له ډلې ګڼل کېږي

پردې سربېره، د مهندر سنګ ډوني په کپتانۍ کې د هند لوبډله د ۲۰۱۵ کال نړیوالو جام لوبو کې نیمه پایلوبې ته ورسېده او بیا یې د وسټ انډیز لخوا له ماتې سره مخامخ شوه.

د کرېکټ په نړۍ کې د ښې لوبېدنې له پلوه مهندر سنګ ډوني د هند د هغو لوبغاړو له ډلې دی چې ډېر ښه ځلېدلي دي. تېره کال د هغه پر ژوند یو فلم هم جوړ شوی و چې نوم یې "د ام اس ډوني - ناویل شوې کيسه" وه. یعنې د ډوني د ژوند هغه کیسه چې تاسو پخوا نه ده اورېدلې.

اړونده مطالب