پر افغان کریکټ لوبغاړي شاپور ځدراڼ شپې مهال ډزې شوې

د انځور حقوق FB
Image caption د شاپور دا عکس له برید وروسته اخیستل شوی.

د کرېکټ وتلي لوبغاړي شاپور ځدراڼ له برید وروسته د لوبغاړو لپاره د ساتونکو غوښتنه وکړه. نن (شنبې) ماښام د شاپور ځدران پر موټر نامعلومو وسله والو ډزې کړي چې نوموړي ته په کې کوم زیان نه دی رسېدلی.

برید تېره شپه شاوخوا اته بجې داسې مهال شوی، چې نوموړی له خپل ورور سره کور ته په موټر کې روان و.

هڅه مو وکړه چې له شاپور ځدراڼ سره د برید په تړاو خبرې وکړو، خو له نوموړي سره په اړیکه نیولو ونه توانېدو.

د شاپور نژدې کسان وايي، برید په موټر کې سپرو کسانو دویم ځلي پر شاپور له شا نه هم ډزې کړې او بیا یې له سیمې پښې سپکې کړې دي.

د افغانستان کریکټ بورډ ویاند فرید هوتک بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته په خبرو کې دا برید په کلکو ټکو وغانده.

ښاغلي هوتک وویل، که څه هم کریکټ بورډ د خپلو لوبغاړو د امنیت د خوندیتابه لپاره هوډمن دی، خو کریکټ بورډ د افغانستان د کورنیو چارو له وزارت او د ملي امنیت له ریاسته د کریکټ لوبغاړو د لاخوندیتوب لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ښاغلي هوتک وویل، برید کوونکي نه دي پېژندل شوي، خو د امنیتي ارګانونو له خوا یې د څرک معلومولو چارې پیل شوې دي.

د کریکټ بورډ ویاند وايي، ددغه بورډ مشر شکرالله عاطف مشعل له امنیتي ارګانونو وغوښتل، چې د پېښې عاملین معلوم او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

ښاغلی مشعل له برید وروسته د شاپور ځدراڼ کور او د پېښې ځای ته ورغلی او لوبغاړو ته یې ډاډ ورکړی چې امنیت به یې خوندي کوي.

د انځور حقوق FB
Image caption شاپور ځدراڼ له برید وروسته د لوبغاړو لپاره د ساتونکو غوښتنه وکړه.
د انځور حقوق FB
Image caption د شاپور نژدې کسان وايي، برید په موټر کې سپرو کسانو دویم ځلي پر شاپور له شا نه هم ډزې کړې او بیا یې له سیمې پښې سپکې کړې دي.

نوروز منگل تر ټولو بريالى افغان کپتان

'د کندهار کرېکټ لوبغالی غیر معیاري دی'

د کریکټ بورډ د تېرو کلونو بودیجوي لګښت پلټل کېږي

اړونده مطالب

ورته مطالب