د سمندر پر غاړو ورزش

که مو د نوي ميلادي کال له پیل سره يوه پرېکړه دا وي چې لا ډېر تمرين وکړئ، نو کولی شئ، د سېنېګال پلازمېنې ډاکار له وګړو يو څه الهام واخلئ.

هلته بدني تمرين داسې ښکاري د ژوند يوه لاره وي، او يو له مهمو ځايونو چې دا تمرین په کې کېږي، د سمندر غاړه ده، چې فرانسوۍ کې يې کورنيش بولي.

د بي بي سي خبرياله کلاريس فرچون یې هم نندارې ته ورغلې وه.