کرېکټ: افغانستان ايرلنډ ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه

د انځور حقوق ACB
Image caption د دغې لوبې پچه آيرلنډ وګټله او لومړۍ یې منډې جوړې کړې

افغانستان د (صحرا جام) شل اوریزو کرېکټ سیالیو په ترڅ کې په خپله لومړۍ لوبه کې آيرلنډ ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه.

د دغې لوبې پچه آيرلنډ وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

دې هېواد په خپلو شل اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۵ منډې جوړې کړې.

د آيرلنډ لخوا سټرلنګ تر ټولو ښه وځلېد نوموړي په ۲۴ توپونو ۲۵ منډې وکړې.

خوست کې د کرېکټ لوبغالی پرانستل شو

د کرېکټ بورډ د مشرتابه بدلون حل لاره ده؟

د افغانستان لپاره راشد خان، محمد نبي او امیر حمزه دوې دوې وېکټې واخیستې.

د ۱۲۶ منډو هدف ترلاسه کولو لپاره افغانستان لوبه ښه پیل کړه.

شهزاد محمدي په ۲۷ توپونه ۲۹ مندې وکړې، چې پنځه څلورېزې هم په کې وې.

نجیب تره کي هم په ۲۷ توپونو ۳۱ منډې جوړې کړې.

تر دوی وروسته افغانستان په اسانۍ سره درې نورې وېکټې هم له لاسه ورکړې.

خو په پای کې نجیب ځدراڼ او محمد نبي پر وېکټه تم شول او افغانستان یې تر بري ورساوه.

محمد نبي ۲۶ منډې جوړې کړې او ونه سوځېد.

دغه سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې د کرېکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي. افغانستان به خپله دویمه لوبه د دوشنبې پر ورځ د کوربه هېواد متحده عربي اماراتو پر خلاف کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب